له طالب چارواکو سره د عراقچي لیدنې؛ «ایران د افغانستان په داخلي سیاست کې د لاسوهنې اراده نه لري»

Photo: MFAIran

اطلاعات روز: د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کابل ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو له لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند او د دې ډلې د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره خبرې کړې دي.

د هغو اعلامیو له مخې چې طالبانو خپرې کړې دي، په دې لیدنو کې د اقتصادي او سیاسي همکاریو د پراختیا، له هلمند رود څخه د ایران د حقابې او په ایران کې د افغان کډوالو په اړه خبرې شوې دي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر ایکس د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلي عراقچي له ملا حسن اخوند سره په لیدنه کې د ایران امنیت او ثبات د افغانستان له امنیت او ثبات سره تړلی ګڼلی او ویلي یې دې چې «په افغانستان کې وروستيو پرمختګونو» ایران دې پایلې ته رسولی دی چې له طالبانو سره باید همکاري زیاته شي.

د اعلامیې له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره ديني، کلتوري او اقتصادي اړیکو ته اشاره کړې او ویلي یې دې چې «ایران هیڅکله هم د افغانستان په داخلي سیاست کې د لاسوهنې اراده نه لري».

په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په ایران کې د افغان کډوالو حضور او له هلمند سیند څخه د دې هیواد حقابې ته اشاره کړې او ویلي یې دې چې دواړې موضوعګانې باید د دواړو لورو تر منځ د همکاریو په پراختیا سره حل شي.

د طالبانو د مرستیال ویاند له اعلامیې سره سم، د ایران د بهرنیو چارو وزیر د غیر قانوني افغان کډوالو پر شړلو ټینګار کړی دی او د هلمند سیند د توافق‌لیک پر بشپړې اجرا یې ټینګار کړی دی.

د طالبانو لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په خبرو کې ویلي چې دا ډله د تفاهم له اړخه له ایران سره د ستونزو د حل په لټه ده.

ده ویلي، طالبان د حقابې په مسله کې ایران ته د زیان رسولو اراده نه لري او په دې برخه کې د حسن نیت له مخې تعامل کوي.

د طالبانو لومړي وزیر په ایران کې له افغان کډوالو سره د اسلامي اصولو او ورورولۍ پر اساس د چلند غوښتنه کړې او ویلي یې دې چې په لنډه موده کې د هغوی راستنېدل ممکن نه دي او دا چاره باید تدریجي ترسره شي.

انځور: د ایران د بهرنیو چارو وزارت

عباس عراقچي کابل ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره هم خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ضیاء احمد تکل پر ایکس لیکلي چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت، پر پوله د ګډو وسایلو او اوبو په اړه خبرې شوې دي.

امیر خان متقي په دې لیدنه کې ویلي چې اقلیمي بدلونونه په سیمه کې د وچکالۍ لامل شوي دي او افغانستان یې هم قرباني دی.

ده ویلي چې موږ د هلمند، نیمروز او سیستان بلوچستان خلګو ته په یوه سترګه ګورو او هڅه کوو چې دواړو لورو ته اوبه ورسوو.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست ټینګار کړی چې په دې موضوع کې بل خنډ نشته او یوازې د باران زیاتوالي ته اړتیا ده.

متقي همدا راز د افغان کډوالو د وضعیت ښه والي ته د ایران پاملرنه غوښتې او ویلي یې دې چې د کډوالو عزتمندانه راتګ د طالبانو لومړیتوب دی، خو دا بهیر وخت ته اړتیا لري او دا ډله د ایران په شمول د ګاونډیو هیوادونو همکاري غواړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند ليکلي چې ښاغلي عراقچي وویل چې کابل ته یې سفر «د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د نوي مسیر پیل او د دوه اړخیزو اړیکو نوي څپرکي ته ننوتل دي».

ده د ایران د بهرنیو چارو د وزیر له خولې ویلي چې «اوبه باید د همکارۍ په موضوع بدله شي او دواړه اړخونه باید په دې برخه کې تخنیکي همکاري ولري».

عباس عراقچي د ایران تر ټولو لوړپوړی چارواکی دی چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته دې هیواد ته سفر کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي دا سفر «د ګاونډیتوب د سیاست په چوکاټ کې د تعامل له لارې د ایران د ملي ګټو د تعقیب او د ګډو لېوالتباوو او اندېښنو په تړاو د بحث په موخه ترسره کېږي».

ایران او طالبان د څه دپاسه تېرو درو کلونو پر مهال پراخ سیاسي او اقتصادي تعاملات لري، البته کله-کله د پولې پر سر اختلافات او له هلمند سیند څخه د ایران حقابه دا اړیکې خړې کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه