اطلاعات روز: کورنیو چارو وزارت وایي، د دې وزارت نوي سرپرست وزیر په توګه حیات الله حیات او محمدایوب سالنګي د دې وزارت لومړي مرستیال په توګه په رسمي ډول کار پیل کړ.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویلي، د دې وزارت چارسمبالی وزیر او لومړی مرستیال نن (شنبه، ۳۰ د کب) په رسمي ډول خپل کار پیل کړی دی.
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي و، چې د ولسمشر دغه کار له مشورې او دلیلونو پرته او ژر شوی دی. ښاغلي عبدالله زیاته کړې چې د ولسمشر دا کار د ده او ولسمشر ترمنځ د شوې سیاسي هوکړې خلاف دی. نوموړي دغه راز ویلي، دغه کار په دې حساس وخت کې د ملي ګټو په زیان دی.
د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب یوې خبري ناسته کې د خبریال پوښتنې ته په ځواب کې وویل، چې دواړه کسان په ملکي او نظامي برخو کې تجربې لري او و به کولی شي، چې خپلې دندې ښې مخته یوسي.
د کورنیو چارو مخکینی وزیر محمدمسعود اندرابي پرون د ولسمشر محمداشرف غني له خوا له دندو ګوښه شو او پر ځای یې نوموړی وپېژندل شو.
ښاغلي محب د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد په اړه د نن کنفرانس کې وویل، چې د هغه د ناروغتیا له امله د یاد وزارت سرپرستۍ لپاره یاسین ضیا ګمارل شوی دی.
مسعود اندرابي د ۱۳۹۷ کال له ژمي د کورنیو چارو چارسمبالي وزیر په توګه کار پیل کړی و او څه موده وړاندې د ولسي جرګې د تایید رایې په اخیستو په رسمي ډول وزیر شو.
