د ناروې د پناه غوښتونکو د شورا رییس: افغانستان د کډوالو راستنېدو ته چمتو نه دی

Photo: Christian Jepsen/NRC

اطلاعات روز: د ناروې د پناه غوښتونکو د شورا رییس یان ایګلنډ افغانستان ته د خپل سفر پر مهال خبرداری ورکړی دی چې دا هیواد تر لسیزو جګړو، اقتصادي سقوط او ویجاړوونکو اقليمي ټکانونو وروسته د هغو میلیونونو وګړو منلو ته چمتو نه دی چې له ګاونډیو هیوادونو د شړل کېدو له خطر سره مخ دي.

ده نن (چهارشنبه، ۳ د سلواغې) په یوه اعلامیه کې چې رسنیو ته یې لېږلې ده، ویلي چې ډېری متضرر کسان چې له ایرانه راستانه شوي، احساس کوي چې په یوه پایدار برزخ کې ژوند کوي.

یان ایګلنډ دا اونۍ په هرات کې له ایرانه شړل شویو کډوالو سره خبرې کړې دي.

ده ویلي: «دوی د یوه ښه او غوره ژوند په لټون افغانستان پرېیښی و او اوس له یوه مبهم راتلونکې سره افغانستان ته بیرته راستنېږي، هغه ځای چې له هماغې بې‌کارۍ، لوږې او د بشري حقونو له نقض سره مخ دی چې له امله یې دوی هیواد پرېیښی و.»

ایران وایي چې د ۱۴۰۳ لمریز کال تر پایه به د افغانستان دوه میلیون وګړي وباسي.

د کډوالو نړیوال سازمان وایي چې د ۲۰۲۴ کال له جنوري بیا تر ډسمبر پورې له ایران څخه یې افغانستان ته د ۱.۲ میلیون کډوالو راستنېدل ثبت کړي او ۶۷ سلنه یې په جبري توګه راغلي دي.

د ناروې د پناه غوښټونکو د شورا په وینا، د ۲۰۲۲ له اکتوبر څخه بیا تر اوسه پورې شاوخوا ۸۰۰ زره وګړي له پاکستانه ایستل شوي دي.

یان ایګلنډ وایي چې غریبې او لالهاندې کورنۍ په افغانستان او ګاونډیو هیوادونو کې د یوه تشدېدونکي انساني کړکېچ لپاره د واقعي او دوامدارو حل لارو د نشتون بیه پرې کوي.

ده ویلي چې له طالب چارواکو سره په لیدنه کې یې پر دې خبرې کړې دي چې څرنګه کېدلای شي د هغو خلګو ملاتړ وشي چې هیواد ته راستنېږي.

ده ویلي: «د خپلې لیدنې پر مهال مې همدا راز په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر اساسي حقونو سخت بندیزونه چې په زده کړه، کار او عمومي ژوند کې له ګډونه محرومې دي، مطرح کړل.»

یان ایګلنډ ویلي چې د نجونو پر منځنیو زده کړو بندیز په دې معنا دی چې ۱.۵ میلیون ځوانې نجونې له زده کړو پاتې دي. همدا راز د ده په وینا، دا بندیز نه یوازې دا چې معیشت ختموي، بلکې په مستقیمه توګه د ښځو او نجونو روغتیا ګواښي.

ده ویلي: «موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې زموږ په څېر د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره تعامل وکړي او د بشرپالو اصولي مرستو په برخه کې خپل ملاتړ زیات کړي.»

ده ویلي چې له طالبانو سره په دوامداره توګه نه تعامل کول یوازې د افغانستان د نجونو، ښځو او کورنیو بندیزونه او کړاوونه زیاتوي.

د ناروې د پناه غوښتونکو د شورا عمومي منشي ویلي چې نړیوالې مرستې پر کمېدو دي او د افغانستان وګړي په نړۍ کې له یوه تر ټولو بدترین انساني کړکېچ سره مخ دي.

د مرستو د همغږۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیون وګړي بشرپالو مرستو ته اړتیا لري. د مرستې رسونې لپاره ۲.۲۴ میلیارد ډالرو مرستې ته اړتیا ده.

د اوچا په وینا، د روان کال پر مهال ۱۴.۸ میلیون وګړي په افغانستان کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره خوراکي او کرنیزو مرستو ته اړتیا لري.

اوچا د ۲۰۲۴ کال پر مهال د افغانستان له خلګو سره د مرستې لپاره د ۳.۰۶ میلیارد ډالریزې بوجې غوښتنه کړې وه؛ خو د ملګرو ملتونو له وروستیو راپورونو سره سم د دې بودجې شاوخوا ۴۰ سلنه تأمین شوې وه.

د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې د افغانستان لپاره بشرپالی تمویل هر کال په پام وړ توګه کمېږي.

د دې شورا په وینا، د ۲۰۲۲ کال پر مهال ۷۶ سلنه بشرپالې اړتیاوې پوره شوې دي، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۳ کال پر مهال دا سلنه ۴۶ وه او د ۲۰۲۴ کال پر مهال ۴۴.۹ سلنې ته کمه شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه