د کمال خان بند اوبه د ځمکو خړوبولو په موخه د زرنج ښار پر لور خوشې شوې

اطلاعات روز: نيمروز کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي، چې د بزګرانو د پرله پسې غوښتنو وروسته يې د کمال خان بند اوبه د زرنج ښار او شاوخوا ځمکو خړوبولو په موخه خوشې کړې دي.

په دې ولايت کې د طالبانو د اوبو او انرژی ريیس ملا عبدالقهار ناصر وايي، چې يادې اوبه يې تېره ورځ (جمعه، ۲۸ د مرغومي) د ځمکو خړوبولو  په موخه د درې ورځو لپاره خوشې کړي او په وينا يې چې د دوی کارکوونکي به په عادلانه  ډول داوبو مديريت وکړي.

ورته مهال په سيمه کې سرچينو وویل، چې د زرنج ښار ترڅنګ کنګ او د چخانسوري ولسواليو ځمکو ته هم  د کمال خان بند اوبه رسيدلي او هيله شته چې تازه کرل شوي فصلونه  به په بشپړ ډول خړوب شي.

نیمروز کې د طالبانو د اوبو اوانرژی ریاست مسوولين وايي، چې خوشې شوې اوبه به د درې ورځو لپاره روانې وي.

په دې وروستیو کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت، د هرات د پاشدان بند څخه د اوبو ایستلو په غبرګون کې، ایران ته د اوبو د ننوتلو محدودولو په اړه اندیښنه څرګنده کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې «له افغانستان څخه تمه کېږي، چې د افغانستان سرحدي سیندونو د اوبو د جریان په دوام کې همکاري وکړي چې ایران ته بهیږي او رامنځته شوې خنډونه لېرې کړي».

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي دغه راز ویلي، چې هیواد یې د افغانستان له سیندونو څخه د حقابې د بیرته ترلاسه کولو لپاره له ټولو لارو چارو کار اخلي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان بیا ویلي، چې د دې هیواد چارواکي د افغانستان سره چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی د خپلې حقابې ترلاسه کولو په اړه خبرې کوي.

خو، مولوي عبدالکبیر، چې په دې وروستیو کې د طالبانو د رییس الوزرا د سیاسي مرستیالۍ له دندې ګوښه شوی، د ایران اندیښنو ته په ځواب کې ویلي چې د اوبو د حقونو مسئله د دواړو خواوو ترمنځ په دوستانه توګه حل شوې او «په دې برخه کې غیر مسوولانه څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو منفي اغېز کولی شي».

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه