هند وايي، له طالبانو سره د لا زیات تعامل په هڅه کې دي

اطلاعات روز: د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې هیواد یې د پراختیایي همکارۍ او زیاتو بشري مرستو په برخه کې له طالبانو سره د لا زیات تعامل غوښتونکی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیر جیسوال د جمعې ورځ په یوې خبري ناسته کې څرګنده کړه، چې د دې هیواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویکرام مصري او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ترمنځ وروستۍ ناسته د دواړو هېوادونو ترمنځ «د تعامل د لوړې کچې» ښودنه کوي.

د هندوستان ټایمز په وینا، جیسوال ویلي: «موږ په کابل کې تخنیکي ماموریت لرو.  موږ د وزیرانو په کچه خبرې اترې کړې دي، چې ډیری یې په تیر کال یا تر هغه وړاندې وې. دا د تعامل تر ټولو لوړه کچه وه، چې موږ درلوده او موږ دا روښانه کړې چې موږ غواړو د بشري مرستو د چمتو کولو لپاره ډیر څه وکړو او همدارنګه د افغانستان له حکومت او خلکو سره د پراختیایي همکارۍ په برخه کې مرسته وکړو.»

جیسوال څرګنده کړې، چې هند غواړي د بشري او پرمختیایي ملاتړ د زیاتولو له لارې له افغانستان سره خپلې اوږدمهاله اړیکې ته دوام ورکړي.

د هغه په وینا: «موږ غواړو چې د دې دواړو کارونو پر بنسټ چې موږ هلته کوو، د افغانستان له خلکو سره زموږ د اوږدې مودې اړیکې پیاوړې کړو.  موږ غواړو چې په سپورټ کې هم ډیر کار وکړو. تاسو پوهیږئ چې د افغانستان د کرکټ څو لوبغاړي شته چې دلته د هند په غوره لیګ (IPL) کې لوبیږي.»

د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویکرام مصري د روانې میاشتې په پیل کې په دوبۍ کې د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي سره وکتل.

په دې کتنه کې مصري د افغانستان خلکو ته د لا زیاتو بشري او پرمختیایي مرستو پر چمتو کولو د هند پر ژمنې ټینګار کړی دی.

هند دغه راز موافقه کړې چې د چابهار بندر په ګډون به سوداګرۍ ته وده ورکړي، او همدارنګه به په هغه هیواد کې د روغتیا سکتور او کډوالو ته د لاس ورکولو لپاره خپل ملاتړ پراخ کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه