افغانستان کې د بشري حقونو بد وضعیت؛ د بشر حقونو څار پر طالبانو د فشار غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: د بشر حقونو څار سازمان په خپل کلني راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د طالبانو له خوا د ښځو، نجونو او اقلیتونو د ځپلو له امله نور هم خراب شوی او حکومتونه باید پر طالبانو فشار راوړي.

دا راپور چې د بشر حقونو څار سازمان نن (پنجشنبه، ۲۷ د مرغومي) خپور کړی، د نږدې ۱۰۰ هېوادونو د بشري حقونو وضعیت پکې څېړل شوی دی.

فرشتې عباسي چې د بشري حقونو په څار سازمان کې د افغانستان څېړونکې ده، ویل: «د طالبانو تر واکمنېدو درې کاله وروسته، د حقونو او ازادیو ځپنې زور اخیستی دی. حکومتونه باید پر طالبانو فشار راوړي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل ظلمونه پای ته ورسوي او همدارنګه د ملګرو ملتونو د حساب ورکونې د یو جامع میکانیزم ملاتړ وکړي.»

طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه وضع کړي دي. اوس مهال د افغانستان ښځې او نجونې له کار، زده کړو او ازاد تګ-راتګ څخه بې برخې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې د طالبانو د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» قانون ته په اشاره ویلي دي چې دا قانون ښځې له نارینه سرپرست پرته له سفر کولو یا د عامه ټرانسپورټ له استعمالولو او همدارنګه په عام محضر کې د سندرو ویلو یا له کور څخه بهر د دوی د غږ اورېدل منع کوي.

طالبانو همدارنګه ځینې ښځې او نجونې د دې ډلې د مطلوب حجاب د نه اغوستلو له امله نیولي او زنداني کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې خبریالان او نور منتقدین په خپلسرې توګه نیولي او شکنجه کړي دي.

په راپور کې د داعش د بریدونو په اړه هم ویل شوي دي چې دې ډلې پر ملکي وګړو بریدونه کړي او د قومي او مذهبي اقلیتونو، په ځانګړې توګه د هزاره ټولنې پر وړاندې یې څو بریدونه ترسره کړي او همدارنګه یې پر طالبانو حملې کړي چې ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

داعش خراسان په دې وروستیو کې د بغلان په ولایت کې د دوو بریدونو مسوولیت منلی چې له ۱۰ څخه زیات کسان یې وژلي دي او همدارنګه یې د طالبانو د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو د سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني وژنه منلې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې د افغانستان د اقتصادي بحران په اړه ویلي چې دا بحران د دې سبب شوی چې د ۲۰۲۴ کال په جریان کې د افغانستان له نیمايي زیات خلک (۲۳.۷ میلیونه) بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري او ۲.۹ میلیونه کسان د لوږې په بیړني حالت کې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې د افغانستان مالي مرستې باید داسې وکارول شي چې اړمنو خلکو ته ورسیږي او د افغانستان د اقتصادي بحران په تړاو د دوامدارو حل لارو له رامنځته کولو لپاره مرسته وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه