اسلام اباد کې د طالبانو سفیر: پاکستاني پولیسو له افغان اتباعو غوښتي چې له اسلام اباد او راولپنډۍ ووځي

اطلاعات روز: په اسلام اباد کې د طالبانو سرپرست سفیر سردار احمد شکیب ویلي، چې پاکستاني پولیسو له افغان اتباعو غوښتي چې د اسلام اباد او راولپنډۍ له ښارونو ووځي.

په اسلام آباد کې د طالبانو سفارت نن (چهارشنبه، ۲۶ د مرغومي) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې شکیب دا څرګندونې په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ له مشرې فیلیپا کنډلر سره په خبرو کې کړې دي.

په اسلام آباد کې د طالبانو سرپرست سفیر په اسلام آباد او راولپنډۍ کې د افغان اتباعو د وروستیو نیولو او ځورونې په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

هغه د هغو خلکو لپاره د حقونو په ساتنه او د اړینو اسانتیاوو په تامین ټینګار کړی چې د استوګنې کارتونه (پي او آر)، افغان تابعیت کارت (ای سي سي) او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ «شارپ» ټوکن له ځان سره لري.

د طالبانو سفیر ویلي، چې پاکستاني پولیس د افغان کډوالو کورونه تلاشي کوي او حتی هغه خلک چې ویزې او قانوني اسناد لري، د ښځو او ماشومانو په ګډون نیسي، او په ځینو مواردو کې رشوت او ډیرې پیسې ترې غوښتل کېږي.

هغه زیاته کړې چې پاکستاني پولیسو افغان اتباعو ته، که هغه اسناد لري او که نه، ویلي دي چې دوی باید د جنورۍ له ۱۵مې وروسته له اسلام آباد او راولپنډۍ څخه ووځي.

پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو ورځو کې، پاکستاني پولیسو له اسلام آباد څخه د افغان اتباعو نیول او شړل ګړندي کړي دي.

په اسلام آباد کې د طالبانو د سفارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ مشرې هم د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني امنیتي ادارو د وروستیو اقداماتو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

هغې ویلي، چې د کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه ورته شکایتونه یې ترلاسه کړي او په دې اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه