اطلاعات روز: د ننګرهار امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښارکې یوې ماین چاودنې دوه تنه وژلي او دوه نور ټپیان دي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن (پنجشنبه، ۲۸ د کب) غرمه دولس بجې او دیرش دقیقې د جلال اباد ښار د اوومې ناحیې اړوند کابل هډې سیمه کې د سړک غاړې ماین د ملکي وګړو پر موټر چاودنه کړې.
د ده په وینا، په دې چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ملکیان ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه: «پېښه نن غرمه مهال شوې کابل هډې سیمه کې د سړک غاړې ماین پر ملکي وګړو چاودنه کړې چې دوه تنه په کې وژل شوي او دوه ټپیان دي.»
بل لور ته بیا د ننګرهار د حوزوي روغتون ویاند ګلزاده سنګر وايي، چې د پېښې له ځایه دوه جسدونه او شپږ ټپيان روغتون ته وروړل شوي چې ټول ملکیان دي.
جلال اباد ښار کې نن دا دویمه چاودنه ده، له دې وړاندې یوه بله چاودنه کې د ملي امنیت یو کارکوونکی ټپي شوی و. تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
