طالبانو په دایکندي کې دوه زده کړییز مرکزونه تړلي او استادان یې نیولي

Photo: M. Raja

اطلاعات روز: د دایکندي له خدیر او سنګ‌تخت‌وبندر ولسوالیو څخه سرچینې وایي چې طالبانو د انګلیسي ژبې دوه مرکزونه تړلي او د هغو یو شمېر استادان یې نیولي دي.

په خدیر کې د سرچینو په وینا، د طالبانو استخباراتو پرون (یکشنبه، ۲۳ د مرغومي) د «افق نو» په نوم د انګلیسي ژبې د زده کړییز مرکز دوه استادان نیولي دي. دا مرکز د خدیر ولسوالۍ په کورګه سیمه کې دی.

یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې د دې زده کړییز مرکز مدیر سید حبیب او استادان یې تقي‌پور او اصف راهش په خدیر کې د طالبانو له استخباراتو سره په زندان کې دي.

سرچینې ویلي چې د «افق نو» زده کړییز مرکز څلور ښځینه استادانې هم د طالبانو له لوري نیول شوې دي، خو په ضمانت بیرته خوشي شوې دي.

د سرچینو په وینا، د طالبانو استخباراتو د دې مرکز د دفتر وسایل او د مرکز کمپیوټرونه هم له خپل ځان سره وړي دي.

د سرچینې په وینا، طالبان د دې افرادو د نیونې لامل «د انګلیسي ژبې تدریس، د کفري فرهنګ ترویج او د امارت قوانینو ته نه پاملرنه او د دیني مضامینو نشتون» یادوي.

همدا راز په سنګ‌تخت‌وبندر ولسوالۍ کې باوري سرچینې وایي چې طالبانو د «جي آر ایس» موسسې د انګلیسي ژبې د زده کړییز مرکز درې استادان نیولي او بندیان کړي دي.

سرچینو دا درې تنه د اسد حلیمي، مهدي فرزاد او جمال الدین پیمان په نوم یاد کړي او وایي چې هغوی له پرون ورځې راهیسې د طالبانو په بند کې دي.

د سرچینو په وینا، د دې استادانو لپاره د سپین ږیرو او خلګو منځګړیتوب نتیجه نه ده ورکړې.

سرچینې وایي چې د سنګ‌تخت‌وبندر ولسوالۍ په مرکز کې د «جي آر ایس» موسسې مرکز هم د طالبانو له لوري تړل شوی دی.

یوې سرچینې ویلي چې د دې موسسې مسوول ته د نجونو پر زده کړو تر بندیز وروسته تر شپږم ټولګي د لوړو نجونو د جذب په تړاو ګواښ شوی و او تر دې ګواښ وروسته یوازې وړو نجونو د زده کړو اجازه درلوده.

طالبانو په تازه توګه په ځینو ولایتونو کې زده کړییز مرکزونه هم د نجونو په وړاندې تړلي دي.

دې ډلې تر دې وړاندې ښوونځي، پوهنتونونه او روغتیایي انسټیټوټونه هم د نجونو او ښځو په وړاندې تړلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه