نیمروز کې محصلین: د طالبانو د محدودیتونو له کبله د فراغت خوښۍ پیکه شوي

اطلاعات روز: نيمروز کې یو شمیر محصلین وايي، په دې ولايت کې د طالبانو امربالمعروف او نهی المنکر رياست د پوهنتون محصلینو ته په پرله پسې ډول خبرداری ورکړی، چې د فراغت غونډې دې هغه ډول نه نمانځي څه ډول چې په تېر کې نمانځل شوي دي.

په دې ولايت کې د دولتي لوړو زده کړو موسېسې څخه تازه فارغ شوي محصلين وايي، دوی ته ويل شوي چې فارغ محصلین د یو بل پر جامو د مبارکۍ د لاسلیکونو حق نه لري او دا چاره یې «حرامه» ګڼلې ده.

اغاجان چې له همدې موسېسې څخه تازه فارغ شوی، وايي چې په تيرو کلونو کې محصلینو د فراغت غونډو پرمهال هر ډول خوښۍ کولې، خو په وینا یې چې اوس ورته طالبان اجازه نه ورکوي چې پر خپلو جامو یادګاري لاسلیکونه واخلي او همدارنګه د یو بل په غاړو کې ګلان واچوي.

نوموړي وویل: «پخوا به زموږ هغه ملګري چې د پوهنتون څخه به فارغه کيدل پر جامو به يې د خپلو دوستانو لاسليکونه اخيستل، د دې لپاره چې يو يادګار پاتې شي او په خپل کور کې د فراغت جامې د ډير وخت لپاره وساتي، خو موږ ته خبر راکول شوی چې پر جامو به لاسليکونه نه کوئ ځکه دغه حرام کار دی او د ګلانو د راوړلو څخه ډډه وکړئ.»

د نیمروز د لوړو زده کړو موسېسې څخه يو شمير نور فارغ شوي محصلين هم د شته محدوديتونو څخه د شکايت په کولو سره وايي، چې د طالبانو امربالمعروف رياست د محدوديتونو له کبله نه غواړي په داسې فراغت غونډو کې ګډون وکړي چې دوی ته پکې د خوشالۍ کولو اجازه نه ورکول کېږي.

د دې موسېسې څخه یو تن فارغ ځوان امید احمد په دې اړه وویل: «کله چې په ټولګي کې زموږ اخري ورځې وې د امربالمعروف کسان راغلل او موږ ته يې ټول محدوديتونه واضح کړل او ویې ويل چې پر جامو د لاسليک کولو اجازه نه لرئ، ګلان به پوهنتون ته نه راوړئ، د پټاکيو ډزې به نه کوئ، زما هم پلان دغه دی چې د دغه محدوديتونو له امله خپل فراغت غونډې ته ورنه شم او پر خپل کور پاتې شم ځکه داسې غونډه چې زما د فراغت وي په هيڅ ډول يې نمانځل نشم کولای هلته بیا ګډون کول هم هيڅ معنا نه لري.»

دغه راز نیمروز کې د طالبانو امربالمعروف د دې ولايت ټولو دولتي او خصوصي ښوونځيو ته هم خبر ورکړی، چې د دوی له خوا لګول شویو محدودیتونو ته دې پام وکړي.

نيمروز کې د طالبانو د امربالمعروف رياست بیا د دغو ادعاوو په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د کابل په ګډون ګڼ شمیر ولایتونو کې د محصلینو د فراغت غونډو پرمهال یو شمیر محدودیتونه لګولي او ترڅنګ یې د فراغت د جامو یو نوی ډول هم وړاندې کړی، چې محصلین یې باید د فراغت غونډو پرمهال واغوندي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه