د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال: د ایران حقابه په تفاهم سره حل شوې ده

Photo: @ARG_1880

اطلاعات روز: په داسې حال کې چې ایران د افغانستان له سرحدي سیندونو د خپلې حقابې په اړه اندېښمن دی، د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال عبدالکبیر په کابل کې د ایران د سفارت له سرپرست علي‌رضا بیګدلي سره په لیدنه کې ویلي چې د دواړو اړخونو د حقابې مسله په تفاهم سره حل شوې ده او «په دې اړه غیر مسوولانه څرګندونې کولای شي د دواړو هیوادونو پر اړیکو منفي اغېز وکړي».

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، په دې لیدنه کې چې نن (چهارشنبه، ۱۹ د مرغومي) ترسره شوې، همدا راز عبدالکبیر ویلي چې په افغانستان کې داسې عوامل نشته چې د ایران او طالبانو اړیکې خرابې کړي.

ده ویلي: «اوسمهال په افغانستان کې د نشیي توکو کرنه او قاچاق ختم شوی او د افغانستان او ایران تر منځ د حقابې مسله په تفاهم سره حل شوې ده.»

د طالبانو دې چارواکي خبرداری ورکړی چې د اوبو په اړه غیر مسوولانه څرګندونې کولای شي د دواړو هیوادونو پر اړیکو منفي اغېز وکړي.

همدا راز په کابل کې د ایران سفارت د عبدالکبیر او بیګدلي د لیدنې په تړاو خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دې چې دواړو اړخونو د اړیکو د زیاتولو، په بهرني سیاست کې د اقتصادي بحث، د ګاونډیتوب د سیاست، د افغانستان له لوري د ایران د حقابې د تأمین پر لزوم او په ایران کې د دې هیواد د «اتباعو» پر مسلې خبرې کړې دي.

په هرات کې د پاشدان په بند کې د اوبو راغونډېدو ایران ته د تلونکو اوبو د محدودېدو په اړه د دې هیواد اعتراض او اندیښنه راپارولې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې «له افغانستانه هیله کېږي چې د افغانستان له لوري ایران ته کوم سرحدي سیندونه بهېږي، د هغو په بهاند ساتلو کې همکاري وکړي او جوړ شوي خنډونه لیرې کړي».

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي همدا راز ویلي چې دا هیواد د افغانستان له سیندونو د خپلې حقابې د اخیستلو لپاره له ټولو ابزارو استفاده کوي.

تهران ته د طالبانو د لومړي وزیر د مرستیال بلل

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، په کابل کې د ایران سفیر عبدالکبیر ته بلنه ورکړې چې تهران ته ورشي.

په کابل کې د ایران سفارت په دې اړه څه نه دې ویلي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، علي رضا بیګدلي په دې لیدنه کې د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو او اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي ټینګار کړی او ویلي یې دې چې د چابهار بند فعالېدل او پرانیستنه یې لومړیتوب دی.

د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال ویلي چې دا ډله له ایران سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا غواړي.

ده ویلي: «اسلامي امارت (د طالبانو رژیم) اجازه نه ورکوي چې له هیوادونو سره یې اړیکې د نورو اړخونو تر اغېز لاندې راشي، خو افغانستان سیمه‌ییز ثبات او اقتصادي ځواک ته د رسېدو په موخه هڅې کوي.»

د طالبانو دې چارواکي د افغان کډوالو د کوربتوب کولو له امله له ایرانه د مننې کولو تر څنګ ویلي چې افغان کډوالو ته دې لازمې اسانتیاوې برابرې او له هغوی سره دې په نرمۍ چلند وشي. ده غوښتنه کړې چې کډوال دي جبري نه شړل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه