د ایران د بهرنیو چارو وزارت: د خپلې حقابې لپاره له ټولو ابزارو استفاده کوو

Photo: MFA Iran

اطلاعات روز: د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې دا هیواد د افغانستان له سیندونو د خپلې حقابې د اخیستنې لپاره له ټولو ابزارو استفاده کوي.

د ایرنا خبري اژانس په وینا، ښاغلي بقایي نن (دوشنبه، ۱۷ د مرغومي) په یوه خبري غونډه کې ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خپلو چارو په لړ کې له سرحدي او مشترکو سیندونو څخه د دې هیواد د حقابې د تأمین موضوع په ثابته توګه تعقیبوي.

ده زیاته کړې چې له زرګونو یا هم میلیونونو کلونو راهیسې چې د افغانستان له لوري ایران ته اوبه را روانې وې، د دواړو پولو ټولو اړخونه پکې حقونه لري او په ځینو برخو کې سندونه او توافق‌لیکونه هم شته.

ایران د هلمند سیند په برخه کې له افغانستان سره تړون لري. ایران وخت ناوخته افغانستان د دې تړون په نقض تورنوي او دا موضوع د دواړو اړخونو تر منځ په ترینګلتیا اوښتې.

خو د ایران تازه اندېښنه او اعتراض د هریرود سیند د اوبو په اړه دی. په دې وروستیو کې په هرات کې پاشدان بند چې پر دې سیند جوړ شوی دی، اوبه غونډېدل پکې پیل شوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په نننۍ خبري غونډه کې ویلي چې دا هیواد هیله لري چې دا هیواد هیله لري چې د افغانستان واکمن به عرفي نړیوال حقوق، چاپېریال او د ښه ګاونډیتوب اصل ته پام وکړي.

ده ویلي: «موږ په دې تړاو د خپلې حقابې د اخیستلو لپاره ټول ابزارونه کاروو. په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست ښاغلی بیګدلي دا موضوع تعقیبوي. دلته هم د دې موضوع د تعقیب لپاره هر ډول امکانات لرو.»

په افغانستان کې د بندونو جوړېدو او پکې د اوبو غونډېدو ایران ته د تلونکو اوبو د محدودېدو په تړاو د دې هیواد اندیښنې راپارولې دي.

ایران وایي چې له دوه اړخیزو تړونو سره سم د ایران د حقونو، یا هم عرفي قواعدو او اصولو، ښه ګاونډیتوب او چاپېریال ساتنې ته له پام پرته له اوبیزو سرچینو او حوزو استفاده شونې نه ده.

اسماعیل بقایي تېره اونۍ په یوه اعلامیه کې وویل: «له افغانستان څخه هیله کېږي چې کومې اوبه د افغانستان له لوري له سرحدي سیندونو ایران ته بهېږي، همکاري وکړي او رامنځ ته شوي خنډونه لیرې کړي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه