په افغانستان کې د اوبو د راګرزولو او بندونو جوړولو په تړاو د ایران «اعتراض او شدیده اندېښنه»

Photo: @FDPM_AFG

اطلاعات روز: په افغانستان کې د اوبو د راګرزولو په موخه نوې جوړېدونکو بندونو د ایران «اعتراض او سخته اندېښنه» راپارولې چې دې هیواد ته د اوبو بهېدل محدودېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن (جمعه، ۱۴ د مرغومي) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ایران ته د سیندونو د بهېدو په تړاو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي: «له افغانستان څخه هیله کېږي چې د هغو سیندونو د بهېدو په تړاو همکاري وکړي چې د افغانستان له پولې ایران ته بهېږي او جوړ شوي خنډونه لیرې کړي.»

بقایي په افغانستان کې د اوبو د نویو بندونو د جوړېدو او ایران ته پر تلونکو اوبو یې د اغېز په اړه ویلي چې «نشي کېدلای چې د ایران د حقونو، دوه اړخیزو موافقو، یا د پلي کېدو وړ اصولو او قواعدو او همدا راز د ښه ګاونډیتوب د اصل له رعایت او چاپېریال ساتنې ته له پام پرته له اوبیزو سرچینو او حوزو څخه استفاده وشي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هیواد یې «ایران ته د تلونکو اوبو د نامناسبې راګرځونې یا د سیندونو د طبیعي مسیر د منحرف کولو په تړاو خپل اعتراض او شدیده اندېښنه د افغانستان اړوندو چارواکو ته رسولې.»

ده ویلي چې ایران هیله درلوده چې «ګاونډی هیواد به د دوو ملتونو ګټو او مصلحتونو، نړیوالو قواعدو او حقوقي موازینو، دوه اړخیزو تړونو او تفاهمونو او د ښه ګاونډیتوب اصل ته په پام سره مناسبې پرېکړي وکړي».

ایران په داسې حال کې دا اندېښنه لري چې په تازه توګه په هرات کې پر هریرود سیند په جوړ شوي پاشدان بند کې د اوبو نیول پیل شوي.

همدا راز د ایران پر پوله په فراه ولایت کې د بخش اباد بند کار پر بشپړېدو دی.

افغانستان تر دې وړاندې هم پر هغو سیندونو څو بندونه جوړ کړي چې اوبه یې ایران ته بهېږي.

د وروستیو کلونو پر مهال د ایران او افغانستان تر منځ اوبه د کړکېچ محوري موضوع وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه