د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسار: طالبان پر ناسم لوري روان دي

UN photo by Violaine Martin

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیسار ولکر ترک په غیر دولتي سازمانونو کې د ښځو د کار پر بندیز د طالبانو د ټینګار په اړه اندیښنه ښکاره کړې او ویلي یې دې چې دا ډله په بشپړه توګه پر ناسم مسیر روانه ده.

د طالبانو اقتصاد وزارت په تازه توګه ملي او نړیوالو غیر دولتي سازمانونو ته خبر ورکړی چې د هغه فرمان پیروي دې وکړي چې دوه کاله وړاندې یې صادر کړی او ښځې دې نه استخداموي.

دې وزارت خبرداری ورکړی چې کوم سازمانونه له دې فرمان څخه سرغړونه کوي، د هغو جوازونه به لغو کړي.

اوسمهال غیر دولتي سازمانونه اړمنو ته د مرستو په رسولو مصروف دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیسار نن (سې‌شنبه، ۱۱ د مرغومي) په خپله اعلامیه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت وخیم‌والي ته په اشارې ویلي چې غیر دولتي سازمانونه د ښځو، ماشومانو او د افغانستان د وګړو د ځان ژغورنې لپاره د مرستو په رسونه کې مهم رول لري او د طالبانو بندیز د مرستو پر رسولو مستقیم اغېز لري.

ده ویلي: «زه یو ځل بیا په افغانستان کې له اوسنیو چارواکو (طالبانو) غواړم دا فرمان چې سخت تبعیضي دی او نور ټول اقدامات چې زده کړو، کار او عمومي خدماتو لکه روغتیايي پاملرنو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي خنډ کېږي، لغو کړي.»

د ملګرو ملتونو دې چارواکي ټینګار کړی چې هیڅ هیواد نشي کولای په داسې حال کې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه توګه پرمختګ وکړي چې نیم نفوس یې له عمومي ژوند څخه حذف کړی وي.

ده ویلي چې د افغانستان د راتلونکې په خاطر باید طالبان خپل مسیر بدل کړي.

طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته د افغانستان پر نیمې ټولنې سخت بندیزونه لګولي دي. اوسمهال ښځې د زده کړو، تحصیل او کار اجازه نه لري.

دې ډلې په تازه بندیز کې د ښځو پر طبي زده کړو هم بندیز لګولی، په داسې حال کې چې افغانستان د ښځینه ډاکټرانو له کمښت سره مخ دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه