فایق د طالبانو اقدامات له خلکو سره د «دښمنۍ ښکاره نښه» وبلله

Photo: UN

اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د طالبانو د نویو محدودیتونو په غبرګون کې ویلي، چې دغه بندیزونه او د بشري مرستو څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل له افغان ولس سره د طالبانو د دښمنۍ ښکاره نښه ده.

نوموړي تېره شپه (یکشنبه، ۹ د مرغومي) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، په داسې حال کې چې افغانستان د یوه مشروع، مسوول او جامع نظام په نه شتون کې له نړیوالې انزوا، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې بې ثباتۍ سره لاس او ګرېوان دی او ځمکنۍ بشپړتیا یې تر پښو لاندې کېږي، پر افغان ولس په ځانګړې توګه پر ښځو د فشارونو او محدودیتونو د زیاتولو لپاره لاهم فرمانونه صادریږي.

فايق ويلي: «د دغو فشارونو زياتول او له بشري مرستو څخه د يوې وسيلې په توګه کار اخيستل د افغانستان له خلکو سره د دښمنۍ ښکاره نښه ده.»

د طالبانو مشر په تازه توګه د کړکیو د نصبولو اړوند فرمان صادر کړی او ویلي یې دي چې کړکۍ دې داسې جوړې شي چې د ګاونډي په کور کې د ښځو ناسته او ولاړه ونه لیدل شي.

دغه راز د طالبانو اقتصاد وزارت غیر دولتي موسېسو ته په دې بنسټونو کې د ښځو د کار د منع فرمان د سرغړونې په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د سرغړونکې موسېسې فعالیت به وځنډول او جواز به یې لغوه شي. په همدې حال کې راپورونه وايي، چې د طالبانو مشر په هېواد کې د غیر دولتي موسېسو د فعالیتونو د بندولو په هڅه کې دی.

غیر دولتي موسېسې اوس پر اړمنو خلکو د بشري مرستو په وېش بوختې دي. طالبانو تیر کال د ملګرو ملتونو د دفترونو په ګډون په غیر دولتي موسېسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه