د ملي پخلایني عالي شورا مشر افغان سولې اړوند جوړېدونکې ناستې لپاره مسکو ته روان شو

اطلاعات روز: د ملي پخلاینې عالي شورا وایي، د دې شورا مشر عبدالله عبدالله د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په روسیې کې د افغان سولې اړوند جوړېدونکې ناسته کې د ګډون لپاره مسکو ته روان شو.

د ملي روغې جوړې عالي شورا د یو اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې ښاغلی عبدالله نن (چهارشنبه، ۲۷ د کب) په مسکو کې د افغان سولې په تړاو د «ترویکا» د غړو هېوادونو په نوښت جوړ شوي کنفرانس کې د ګډون لپاره فدراتیف روسیې ته روان شو.

اعلامیه وایي: «د ملي مصالحې عالي شورا رییس د فدراتیف روسیې په رسمي بلنه د افغان سولې څخه د ملاتړ په موخه جوړه شوې ناسته کې د افغانستان اسلامي جمهوریت په استازولۍ ګډون او خبرې کوي.»

د ملي پخلاینې عالي شورا وایي، د افغان سولې په تړاو د مسکو کنفرانس سبا  د مارچ په ۱۸ یا د روانې کب میاشتې په ۲۸مه نېټه د ترویکا غړو هېوادنو له خوا په مسکو کې د فدراتیف روسیې په کوربتوب جوړیږي.

دغې شورا ویلي، په دې ناسته کې به د سولې خبرو چټکېدو او د دوحې خبرو اترو پر تقویت سربېره نورو خبرو هم بحث او نظرونه شریک شي. اعلامیه کاږي: «په دې یو ورځني کنفرانس کې د افغانستان اسلامي جمهوریت رهبران او استازي او د طالبانو د تحریک استازي ګډون کوي، چې د سولې خبرو اترو په چټکېدو، د دوحې د خبرو اترو پر تقویت، د تاوتریخوالي پر کمېدو، د یو خپلواک، په خپل ځان بسیا او له تروریزم څخه پر پاک افغانستان به بحث او د نظرونو تبادله وکړي.»

اعلامیه کاږي چې ښاغلي عبدالله افغان سولې برخه کې دغه ناسته او د روسیې په ګډون د سیمې هېوادونو رول مهم یاد کړی.

د یادې شورا د اعلامیې له مخې ډاکټر عبدالله عبدالله د خپلو خبرو په دوام ویلي: «د مسکو ناسته په دوحه کې د سولې خبرو اترو څخه د ملاتړ او د ترکیې ناستې ته د زمینه سازۍ په موخه جوړیږي، افغانستان د ترویکا غړو هېوادونو له خوا په افغانستان کې د سولې ټنګښت په برخه کې له همکارۍ هرکلی کوي.»

قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر هم ویلي، چې په دې ناسته کې ګډون کوي.

روسیې هېواد څو ورځې وړاندې افغان حکومت، د افغانستان ځینو سیاسي څېرو او طالبانو ته بلنه ورکړه چې په دې هېواد کې افغان سولې په اړه جوړېدونکې ناسته کې ګډون وکړي.

همدارنګه روسیې په دې ناسته کې د سیمې هېوادونو له هغې ډلې چین او پاکستان او دغه راز امریکا ته د ګډون بلنه ورکړې. د امریکا بهرنیو چارو وزارت پرون وویلې چې په دې ناسته کې به د دې هېواد په استازيتوب افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ګډون کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه