کابل ښار کې د لایني موټرو چاودنې؛ «هېڅوک هم خوندي نه دي او ټول هدف دي»

خبریال: لطف علي سلطاني

ژباړه: بهادرخان رحماني

جاوید د یکشنبې په ماښام د کب په ۲۴مه د «ګولایي دواخانه» له سیمې پل سرخ ته پر لار و. تازه د کارېز سر ته رسېدلی و چې یو غږ یې واورېد. د دې غږ دوه تر درې ثانیې نه وی تېرې، چې یوې چاودنې هغه له ځایه پورته او د موټر پر چت یې وویشت. د جاوېد موټر اور واخیست او په ناستو په یو ډول له موټره ځان وباسته. په دې منځ کې یوازې دوه تنه چې د ټونس وروستي سیټ کې ناست ول، و نه شوی کولی چې ځانونه راوباسي. د جاوېد په وینا، یو له هغو ښځه وه. هغوی په اور کې وسوځېدل او مړه شول.

 جاوېد وایي، کله چې پولیس سیمې ته ورسېدل، هغه سره یې «ناوړه چلند» وکړ؛ داسې لکه دی چې مجرم وي او ماین یې په خپله موټر کې ځای پر ځای کړی اوسي: «پولیس را سره داسې چلند وکړ چې فکر یې کاوه زه مجرم یم او دا کار ما کړی دی. زه یې ولچک کړم. مبایل یې را نه واخیست. له کوره زنګ راته. اندېښمن شوي ول خو پولیسو اجازه نه راکوله چې ځواب ورکړم. حوزې ته یې یوړم او له ما یې پوښتنې کولې. بالاخره ملي امنیت ډله راغله او زه یې د هغوی له شره خلاص کړم. ملي امنیت ته دې خدای ج خیر ورکړي.»

د جاوېد موټر ټول ویجاړ شوی دی. له هغې یوازې د اوسپنې څو پارچې پاتې دي. جاوېد د خپل مشر ورور ترڅنګ د پل سرخ – برچي پر لار مساپر وړونکي موټر لري. له دې کاره د ده ورځنی عاید ۷۰۰ تر ۸۰۰ افغانیو دی. هغه او ورور یې د کور ډوډۍ ګټونکي دي. اوس یې چې موټر له منځه تللی، حیران دی چې څه ډول به د ډوډۍ پیسې ګټي: «په هماغه موټر مې خپل ژوند چلوه. اوس نه پوهېږم څه وکړم.»

د جاوېد موټر سوځېدو په حال کې – انځور: له ټولنیزو شبکو

د جاوېد موټر چاودنې سره هم مهاله، «پل سوخته» سیمه کې یو بل ټونس ډوله موټر چې له هغې دومره لېرې نه و، د چسپکي ماین ښکار شو. د کورنیو چارو وزارت د اطلاعاتو له مخې، د یکشنبې ماښام چاودنو کې چې د کابل ښار شپږمې ناحیه کې رامنځته شوې، پنځه تنه ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شول.

له هغې یوه ورځ وروسته، د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کارکوونکو پر یو لېږدوونکي کاسټر ډوله موټر چسپکي ماین چاودنه وشوه. د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړۍ مرستیالۍ دفتر د اطلاعاتو پر بنسټ، په دې پېښه کې څلور تنه ووژل شول او ۱۵ نور ټپيان شول. د رسنیو د راپورونو پر بنسټ په قربانیانو کې څلور ښځې او یو ماشوم دي. ویل کیږي چې له دې ښځو یوه یې میندواره وه او هغه درې کلن وژل شوی ماشوم هم د همدې ښځې زوی و.

د قطر هېواد دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې خپلمنځي خبرو له پیلېدو سره سم هېواد کې هدفي وژنې او د چسپکي ماینونو چاودنې هم پیل شوې. دا بریدونه تر ډېره د مدني ټولنې پر فعالانو، خبریالانو، د دولت پر ملکي کارکوونکو او په ځینو برخو کې پر دیني عالمانو ول. د افغانستان حکومت د دې بریدونو عاملین طالبان یادوي او دلیل دا وایي چې دوی په دې کار سره د دوو تېرو لسیزو لاسته راوړنې تر برید لاندې راولي. له بلې خوا بیا طالبان ادعا کوي چې دا کار د افغان حکومت دننه ځینې کړۍ کوي، څو د سولې خبرې بندون سره مخ کړي.

د کابل پولیسو قوماندانۍ شمېرو له مخې، یوازې فبروري میاشت کې کابل ښار کې ۲۵ چاودنې شوي چې ډېری یې چسپکي ماینونو له امله ول. د کابل پولیسو قومانداني د دې چاودنو د قربانیانو کره شمېرې نه وایي، خو وایي چې په دې موده کې، د کابل پولیسو د چاودنو له ۲۰ پېښو مخنیوی کړی دی.

د چارو پوهان وایي، کابل کې ورته پېښې د خلکو او دولت ترمنځ د بې باورۍ فضا رامنځته کېدو او راتلونکې لپاره د خلکو هیلو له منځه وړلو لپاره دي.

ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازی عارف رحماني په دې بارو دی چې طالبان خپلې وروستۍ هڅې کوي څو خلک راتلونکې ته ناهیلي او په دې سره د بریا فرصت برابر کړي.

«زه فکر کوم هغه ترهګر چې غواړي یو ځل بیا پر دې خاورې حاکم شي، د بشر حقونو، قانون او اخلاقو پولې ونړوي او د بې ګناه خلکو په نښه کولو سره وېره خپره کړي او په دې ډول خپله بریا باوري کړي. او یا له رواني اړخه د حکومت بې کاره توب او د خلکو بې سرپنایي وښیي او بالاخره له خلکو وغواړي چې هغوی ته تسلیم شي.»

د ښاغلي رحماني په باور، د امنیتي مسوولینو کمزوري، د همغږۍ او پلان نه شتون، پراخ فساد، د حکومت پر کړنو د پارلمان سم څار نه شتون او په نهایت کې وضعیت ته د خلکو تسلیمېدلو یو بل ته لاس ورکړی او حالت یې تر دې ځایه راوړی دی.

د افغان سولې خبرې نوي پړاو ته رسېدلي دي. د افغانستان سولې هڅې اوسمهال درېدلې دي، خو د افغانستان سولې لپاره  نوې لاره رسم شوې ده. ټاکل شوې چې د روان زېږدیز کال اپرېل میاشت کې د بن ناستې په څېر د ترکیې استانبول کې ترسره شي او په کې د لېږدوونکي یا عبوري حکومت پر جوړښت، د واک پر لېږد او د هېواد د راتلونکي نظام پر بڼې بحث او خبرې وکړي.

د نظامي او سیاسي چارو شنونکی جاوېد کوهستاني اطلاعات روز ورځپاڼې سره خبرو کې دا بریدونه د سولې روانو خبرو اترو د ګډوډولو هڅه بولي: «په ټوله کې چاودنې چې کیږي، پېچلې دي. د دې لپاره چې د سولې خبرې ګډې وډې شي، داسې بریدونه ترسره کوي.»

له دې وړاندې داسې بریدونه پر مدني فعالانو، خبریالانو، دیني عالمانو او د دولت پر ملکي کارکوونکو ترسره کېدې. خو د کابل دا وروستۍ چاودنې ښیي، چې هېڅوک هم خوندي نه دي او ټول هدف دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه