پر پکتیکا د پاکستان بمباري؛ طالبان: د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۶ تنه وژل شوي

اطلاعات روز: د طالبانو د وياند مرستيال حمدالله فطرت وايي، د پکتيکا د برمل ولسوالۍ پر څلورو سيمو د پاکستاني پوځ د بمبارۍ په ترڅ کې ۴۶ تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

باختر خبري اژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، د فطرت په حواله لیکلي، چې د دغه بریدونو ډېری قربانيان ښځې او ماشومان دي.

دغه طالب وياند زياته کړې چې د پاکستان په هوايي بريدونو کې يو شمېر کورونه هم ويجاړ شوي دي.

ځايي سرچينې وايي، تېره شپه (سې شنبه، ۴ د مرغومي) د پکتيکا د برمل ولسوالۍ پر ځينو سيمو پاکستاني پوځيانو بمبار کړى دى.

د سرچينو په وینا، چې په دې ولسوالۍ کې لږ تر لږه څلور سيمې په نښه شوې دي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، چې په دې بریدونو کې ملکي وګړي چې ډیری یې وزیرستاني کډوال دي په نښه شوي.

د اطلاعات روز خبریال د دغه برید دقربانیانو انځورونه هم ترلاسه کړي دي.  په دغو انځورونو کې د ماشومانو جسدونه لیدل کېږي.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د څلورو پاکستاني امنیتي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې پاکستان د سې شنبې په ورځ په نادره هوايي بریدونو کې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان څو مشکوک پټنځایونه په نښه کړي دي.

د پاکستان پوځ تر اوسه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د دفاع وزارت دغه بریدونه د ټولو نړیوالو اصولو خلاف او ښکاره تیری بللی او ویلي یې دي چې «دا بزدلانه عمل به بې ځوابه پرېنږدي او پاکستانی اړخ باید پوه شي چې دا ډول خپل‌سري اقدامات د هېڅ ستونزې حل لار نه ده».

پاکستان په ځلونو د هېواد په ختیځو ولایتونو کې پر سرحدي سیمو بریدونه کړي او ویلي یې دي چې د تحریک طالبان پاکستان پټنځایونه او غړي یې په نښه کړي دي.

دا بریدونه داسې مهال شوي چې په  کابل کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق له دې څو ساعته مخکې له طالب چارواکو سره ګډې ناستې درلودې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه