اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار کې ملي امنیت ځواکونو د داعش ډلې د جلب او جذب مسوول وژلی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي نن (چهارشنبه، ۲۷ د کب) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تېره شپه د جلال اباد ښار شپږمې ناحیې اړوند «خالص فامیلو» سیمه کې د شپنیو عملیاتو پرمهال د داعش ډلې د جلب او جذب او هدفي وژنو پلانوونکی عبدالرحمن چې مشهور په «ملا تور» و، د ملي امنیت اړوند «۰۲قطعې» ځواکونو سره د مقاومت پرمهال وژل شوی دی.
خوږیاڼي زیاته کړې چې وژل شوي کس د داعش ډلې د مطبوعاتو عمومي مسوول سلطان عزیز اعزام ته هم نېغ په نېغه کار کاوه.
خوږیاڼي زیاته کړه: «د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تیره شپه جلال اباد ښار اړوند شپږمه ناحیه کې عملیات ترسره کړي چې پرمهال یې د داعش ډلې د هدفي وژنو پلان جوړونکی او د جلب او جذب مسول وژلی دی.»
داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
