کونړ کې سږکال د مالټو حاصلات زیات، خو بازارونه یې ساړه دي

اطلاعات روز: کونړ کې ګڼ شمېر کروندګرو پر خپلو ځمکو د غلو دانو د کښت پرځای د مالټو بڼونه جوړ کړي، چې له کلونو راهیسې ترې حاصلات په لاس راوړي. 

بڼوال وايي، د تېرو کلونو په پرتله یې د بڼونو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی؛ خو خراب بازار او له پاکستانه واردېدونکو مالټو د خپلو حاصلاتو د پلور په برخه کې اندېښمن کړي دي. 

دوی د طالبانو له حکومت په کور دننه د تازه مېوو د بازار ښه والي ترڅنګ د ساتنې په برخه کې د سړو خونو د جوړولو غوښتنه هم کوي. 

عبدالاحد چې د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې په دوه جریبه ځمکه د مالټو بڼ جوړ کړی په دې اړه وویل :«ما لس کاله وړاندې د مالټو باغ جوړ کړی، اولو درېیو کالو کې یې حاصل نه وو راکړی په څلورم کال په حاصل راغی، تېرو کلونو کې یې حاصل کم وو؛ خو سږکال یې د تېر کال په نسبت حاصل ښه شوی؛ خو بازار یې کمرنګه دی، باید حکومت [طالبان] د بازار د ښه والي لپاره کار وکړي.»

د شیګل ولسوالۍ یو بل بڼوال شېرآغا بیا له پاکستانه واردېدونکو مالټو اندېښمن کړی او د طالبانو له حکومت یې د مخنیوي او د کورنیو تازه مېوو د ملاتړ غوښتنه کوي. 

نوموړی له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « په اوس وخت کې افغانستان د تازه مېوو په برخه کې پر خپلو پښو درېدلی؛ خو له ګاونډیو په خاص ډول پاکستان څخه مالټې او نورې تازه مېوې راځي، چې زمونږ پر بازار یې منفي تاثیر کړی، باید حکومت [طالبان] پر هغوی مالیې او نور ټکسونه لوړ کړي؛ ترڅو زمونږ د مېوو بازارونه ښه شي او بله غوښتنه مې دا ده، چې باید په داخل کې منظمې معیاري سړې خونې جوړې کړي، چې زمونږ مالټې او نورې تازه مېوې وساتل شي او د موسم له تېرېدو وروسته بازار ته وړاندې شي.» 

په همدې حال کې کونړ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لپاره د طالبانو مسوولین وايي، چې سږکال د تېر په پرتله په دغه ولایت کې د مالټو په حاصلاتو کې لس سلنه زیاتوالی راغلی دی. 

د دغه ریاست طالب رییس سلېمان ایمن وايي، د کونړ په شیګل، شلتن، وټه پور، ماڼوګي او یو شمېر نورو ولسوالیو کې پر ۴۵۱ هکتاره ځمکه د مالټو بڼونه جوړ شوي دي.

نوموړی زیاتوي: «تېر کال له همدغو باغونو څخه ۳۸۰۰ مټریک ټنه حاصلات ورکړي وو او سږکال پکې لس فیصده زیاتوالی راغلی، چې سږنی حاصل به یې ۴۴۵۰ مټریک ټنه وي، تېر کال یې له پاکستانه پر واردېدونکو مالټو د بندیز له امله بازار ښه وو او مونږ کوشش کوو، چې باغدارانو سره په بېلابېلو برخو کې کومکونه وکړو.» 

دا په داسې حال کې ده، چې له کونړ سربېره د ختیځ ننګرهار او لغمان ولایتونو کې هم د مالټو ګڼ بڼونه جوړ شوي، چې په زیاته کچه حاصلات ترې په لاس راځي او د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد ګڼو ولایتونو ته لېږدول کېږي. 

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه