رینا امیري: افغان نارینه دې د افغان ښځو ترڅنګ ودریږي

انځور: ټولنیزې رسنۍ

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په کور دننه او بهر له افغان نارینه وو غوښتي، چې د افغانستان د یوې هوسا او باثباته راتلونکې د ملاتړ لپاره دې د خپلو مېرمنو، لوڼو او خویندو ترڅنګ ودرېږي.

هغې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو او په غیر دولتي موسېسو کې د ښځو پر کار د بندیز د دویم کال په مناسبت په یوه پرانیستي لیک کې ویلي، چې نړۍ له یوې ازموینې سره مخ ده.

اميري ليکلي، چې که نړۍ د افغانستان ښځې او نجونې پرېږدي، د ښځو او نجونو حقونه به له افغانستانه بهر په هر ځای کې له خطر سره مخامخ شي.

خو هغې زیاته کړې چې د افغانستان ښځې او نجونې به بالاخره ګټونکې شي او دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان په تاریخ کې له ماتې سره مخ کېږي.

امیري ټینګار کړی چې د افغان ښځو او نجونو د غوره والي د تامین لپاره باید په ټولیز ډول د هغوی ملاتړ وشي.

هغې څرګنده کړې، چې په هېواد کې دننه او بهر افغان نارینه باید د خپلو مېرمنو، لوڼو او خویندو (افغان مېرمنو) ترڅنګ ودرېږي، ترڅو د هېواد د هوساینې او باثباته راتلونکي ملاتړ وکړي.

اميري ویلي، نړيواله ټولنه بايد له طالبانو سره په هر ډول تعامل کې د بشري حقونو په تېره بيا د ښځو او نجونو حقونو ته لومړيتوب ورکړي.

د هغې په ​​​​وینا، د ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو په ښه کولو کې پرمختګ باید په معناداره توګه د هغو سختو اقداماتو او افراطي پالیسیو مخه ونیسي چې ښځې او نجونې په نښه کوي.

اميري زياته کړې، د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه، تمويلوونکي، علمي بنسټونه او خصوصي سکتور بايد د افغان ښځو او نجونو له مقاومت او خلاقيت څخه کلک ملاتړ وکړي او هغوى په منابعو، ټکنالوژۍ، زده کړو، کاري وسيلو او اقتصادي فرصتونو سمبالې کړي.

هغې لیکلي: «تر هغه چې د افغان ښځو او نجونو خوبونه کم رنګه کېږي، افغانستان به په تیاره کې پاتې شي. دا به اوږده لاره وي، مګر نا امیدي او تسلیمیدل یوه ټاکنه نه ده.»

په تیرو دریو کلونو کې طالبانو د افغان میرمنو او نجونو پر حقونو او ازادۍ سخت بندیزونه لګولي دي.

اوس مهال ښځې او نجونې د زده کړې، کار او د ازاد تګ راتګ حق نه لري.

طالبانو په خپله وروستۍ پرېکړه کې د ښځو او نجونو پر طبي زده کړو بندیز لګولی، چې ښايي روغتیايي خدمتونو ته د ښځو او نجونو پر لاسرسي ناوړه اغېز وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه