ملګري ملتونه: له ایران څخه د کډوالو ستنیدل په پام وړ توګه زیات شوي

اطلاعات روز: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وايي، چې سږکال له ایران څخه سلګونه زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېری یې بېرته ستنېدو ته اړ شوي دي.

دغه سازمان نن (شنبه، ۱ د مرغومي) د یوې وېډیو په خپرولو سره ویلي، چې له سپټمبر  راهیسې له ایران څخه د افغان اتباعو په ستنېدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

ایراني چارواکو ویلي، چې د روان میلادي کال تر پایه به دوه میلیونه بې اسناده کډوال وباسي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ بیا ویلي، چې د کډوالو ستنېدل باید په عزت، داوطلبانه او خوندي توګه ترسره شي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې له راستنیدونکو کډوالو سره نغدي او د ساتنې مرستې کوي او مرستې یې هغو سیمو کې دوام کوي، چې راستنیدونکي پکې اوسیږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) ویلي، چې دوی به خپل کار ته دوام ورکړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې راستنیدونکي د ژوند او پرمختګ لپاره د ملاتړ او خدماتو څخه برخمن دي.

پر افغانستان د طالبانو بیا ځل حاکمیت سره ګڼ شمیر هیواد وال کډوالۍ ته اړ شول، چې ډیری یې پاکستان او ایران ته کډوال شول؛ خو اوس دغو دواړو هېوادونو د کډوالو د شړلو پرېکړه کړې او په دې ورځو کې د ایستلو لړۍ روانه ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه