اوچا: افغانستان کې به د ۲۰۲۵ کال پرمهال ۲۲.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري

Photo: UNOCHA

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، چې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې به ۲۲.۹ میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.

اوچا په یوه راپور کې چې پرون (سې شنبه، ۲۷ د لیندۍ) خپور شوی، ویلي چې د مرسته رسوونکو ادارو لومړیتوب به ۱۶.۸ میلیونه کسان وي.

اوچا ویلي، هغو کسانو ته د مرستو د رسولو لپاره چې په لومړیتوب کې شامل دي، ۲.۲۴ میلیارده ډالرو بودیجې ته اړتیا ده.

د اوچا د راپور له مخې، له ۲۲.۹ میلیونه اړمنو کسانو څخه ۲۱ میلیونه کسان کافي اوبو او روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري، ۱۴.۸ میلیونه کسان له شدیدې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي، ۱۴.۳ میلیونه کسان روغتیایي خدماتو ته محدود لاسرسی لري او ۷.۸ میلیونه ښځې او ماشومان د تغذیې په برخه کې مرستو ته اړتیا لري.

اوچا زیاته کړې چې په عین وخت کې د افغانستان خلک له هغو قانوني محدودیتونو سره مخ دي چې طالبانو لګولي او دا د ټولو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او خطر سره مخ  ډلو لپاره د خونديتوب خطرونه زیاتوي.

دې دفتر ویلي، چې په افغانستان کې بېکاري، د کورنیو قرضداري او فقر لاهم په ریاته کچه دي او نږدې نیمایي نفوس یې اغېزمن کړی دی. دا وضعیت د ښځو او هغو کورنیو لپاره چې سرپرستې یې ښځې دي، نور هم خراب دی.

اوچا ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په بشرپالي ځوابي پلان کې به خوراکي مرستې، عاجلې سرپناوې، روغتیایي خدمات، تغذیوي خدمتونه، ښوونه او روزنه، پاکې اوبه، روغتیایي مواد او نغدي مرستې شاملې وي. له دې څو موخیزو نغدي مرستو سره-سره به په څو نورو برخو کې ملاتړ هم شامل وي.

اوچا زیاته کړې: «د زیانمنو ډلو، په ځانګړې توګه ښځو، نجونو، هلکانو او معلولیت لرونکو کسانو ساتنه به اصلي لومړیتوب وي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دوی نور د بشري مرستو اړتیا پیدا نه کړي.»

د اوچا په وینا، چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د افغانستان د اړمنو کسانو شمېر ۲۳.۷ میلیونه کسانو ته رسېدلی و.

د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د اړمنو کسانو شمېر شاوخوا ۸۰۰ زره راکم شوی، خو د دې دلیل یې نه دی واضح کړی.

اوچا په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د هغو ۱۷.۳ میلیونه اړمنو کسانو د ملاتړ لپاره چې په لومړیتوب کې وو، ۳.۰۶ میلیارده ډالره بودیجه غوښتې وه، خو د ملګرو ملتونو د سرمنشي په وروستي راپور کې ویل شوي چې یوازې ۳۷.۵ سلنه یې ترلاسه شوې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه