ننګرهار کې سږکال د مالټو حاصلات لوړ اټکل شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست لپاره د طالبانو مسوولین وایي، چې سږکال به په دغه ولایت د مالټو حاصلات د تېر کال په پرتله لوړ وي.

د ننګرهار د کرنې ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي محمد ولي محسن وایي، اوسمهال د دغه ولایت په ۱۷ ولسوالیو کې دوه زره ۲۷۵ جریبه د «ستروس» په ځانګړي ډول د مالټو بڼونه موجود دي او تمه لري چې سږکال به ورڅخه ۱۱ زره ۱۳ ټنه حاصلات ترلاسه شي.

هغه پر وخت چوپړونه او مناسبه هوا د مالټو د ډېرېدو لاملونه بولي.

د نوموړي په خبره د «ستروسو» حاصلاتو د راټولولو، باغونو د ساتلو او د حاصلاتو د خرڅلاو په برخو کې زرګونو کسانو ته کاري زمينه هم برابره شوې.

محسن زیاتوي: «سږکال به د ستروس او په خاص ډول د مالټو حاصلات د تېرکال په پرتله زیات وي او تمه مو دا ده چې په ۱۷ ولسوالیو کې په ۲۷۵۳ جریبه د ستروس له شته بڼونو څخه به ۱۱ زره ۱۳ ټنه حاصلات ترلاسه شي چې دا د تېرکال په پرتله لوړ حاصل دی.»

د نوموړي په وینا مالټه، کینو، سنګتره، نارنج، لیمو او ترنج له هغو ستروسي مېوو څخه دي چې، له څو کلونو راهیسې يې په ننګرهار کې بڼوالي او کاروبار پر غوړېدو دی.

د کرنې د رییس په وینا د ننګرهار ستروس په ځانګړي ډول مالټې پر ختيځ سربېره مرکز کابل، هرات، مزار شریف، بامیانو، خوست، کندهار او نورو ولایتونو ته هم لیږدول کیږي.

په ورته مهال بڼوال واېي، دا هېواد په ډېرو وچو او تازه مېوو پر ځان بسیا دی، خو مالټه له هغو مېوو څخه ده چې تر ډېره له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته واردېږي.

تسلیم احمد یو له دغه بڼوال دی، هغه وایي حکومت تر اوسه هغه وسایل نه دي ورکړي، چې دوی پرې لکه د نورو هېوادونو، د مالټو بڼ کې کار وکړي او خپلې ستونزې پرې هوارې کړي.

تسلیم احمد زیاتوي: «ډیر کله چې زمونږ د مالټو حاصل وخت را ورسیږی نو د تورخم له لارې مالټې را واردیږي چې له همدې کبله بیا زمونږ حاصلاتو بازر خرابیږي او بیا یې په بازار کې بیې کمیږي.»

د جلال اباد ښار په هټيو کې پخوا مالټې تر ډېره له پاکستانه راوړل کېدې، خو اوس دلته سوداګر وايي، په دغه ولایت کې حاصل ته رسېدلې مالټې خلک ډېرې خوښوي.

د ننګرهار اوسېدونکي وايي، که حکومت دا وړ نور باغونه جوړ کړي نو له یوه لوري به د ستروسو له اړخه یو څه پر ځان بسیا شي او له بل لوري به خلکو ته کاري موکې برابرې شي.

د کرنېزو چارو پوهان وایي، دغه ولایت د موسمي جوړښت له مخې د ستروس د کښت لپاره مناسب دی او حکومت ته په کار ده د ستروس د کرکیلې لړۍ هغه ولسوالیو ته هم وغځوي چې مالټې پکې ښه حاصل ورکوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه