د بشري حقونو نړیواله ورځ؛ یوناما له طالبانو وغوښتل چې د بشري حقونو نړیوال تعهدات ومني

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر نن (سې‌شنبه، ۲۰ د لیندۍ) د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې د اوسني او راتلونکي نسل د خونديتوب او ښېرازۍ په موخه د بشري حقونو نړیوال تعهدات ومني.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د یوناما رییسې روزا اوتنبایوا ويلي، چې د امنیت له ښه والي او د تاوتریخجنو وسله والو شخړو له کمښت سره-سره د بشري حقونو د خوندیتوب او ملاتړ په موخه اقدامات مخ پر کمېدو دي او ښځې او نجونې یې تر ټولو دروند بار پورته کوي.

نوموړې له کار او زده کړو څخه د نجونو او ښځو د محرومیت په ګډون دې د ښځو او نجونو پر خلاف سیسټماټیک تبعیض ته په اشارې ويلي، چې د بشري حقونو په برخه کې د طالبانو شالید ډاګیز شوی دی.

اوتنبایوا ويلي: «قدرت مسوولیت هم لري. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د خلکو د مشروع استازیتوب لپاره د حاکمو چارواکو ادعاوې باید زموږ د مشترکو معیارونو او ارزښتونو د خوندیتوب او ساتلو لپاره له واقعي هڅو سره ملې وي.»

د یوناما په اعلامیه کې د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د استازې فیونا فریزر په وینا ويل شوي چې که له اساسي حقونو د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو محرومیت دوام ومومي، نو د هغوی د ملاتړ په برخه کې یوه ښکاره او قصدي ماتې ده او د افغانستان د خلکو د ښېرازۍ لپاره مسوولیت نه اخیستل دي.

د بشري حقونو نړیواله اعلامیه د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر پر ۱۰مه د ملګرو ملتونو د مجمع له لوري تصویب شوه او افغانستان د دې اعلامیې یو ملاتړ کوونکی و.

مګر پر افغانستان د طالبانو له څه دپاسه درې کلنې واکمنۍ راهیسې دا هیواد د بشري حقونو له کړکېچ سره مخ دی. طالبان د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان تعهدات نه مني او د ښځو او نجونو په ګډون د وګړو حقونه او ازادۍ نقضوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه