په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د طالبانو د سفیر لیدنه؛ «د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا توافق»

Photo: @ForeignOfficePk

اطلاعات روز: په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت سرپرست سردار احمد شکیب د پاکستانو د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار سره کتلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن (دوشنبه: ۱۹ د لیندۍ) پر ایکس لیکلي چې دواړو اړخونو په دې لیدنه کې «د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ژوړو اړیکو خبرې وکړې او توافق یې وکړ چې ګټورې دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې کړي».

په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان هم حضور درلود.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت تر اوسه د دې لیدنې په ړه څه نه دې ويلي.

د وروستیو دوو کلونو پر مهال د پاکستاني طالبانو د خوځښت (ټي ټي پي) د فعالیت له وجې د پاکستان او طالبانو تر منځ اړیکې ترینګلې وې.

د پاکستاني چارواکو په وینا، ټي ټي پي په افغانستان کې امن پټنځایونه لري او له دې هیواده د پاکستان پر خلاف بریدونه پلانوي. اسلام اباد بیا-بیا له طالبانو غوښتي چې د پاکستاني طالبانو پر خلاف اقدام وکړي.

خو په افغانستان کې طالبان د پاکستان ادعا ردوي او وايي چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د نورو هیوادونو پر خلاف د افغانستان خاوره وکاروي.

ویل کېږي چې د پاکستان له پولو د پاکستاني طالبانو لیرې ساتل له طالبانو د اسلام اباد غوښتنه ده. تېر کال راپور ورکړل شوی و چې ټاکل شوې ده ټي ټي پي د افغانستان له سویلي او ختیځو ولایتونو شمال ته ولېږدول شي.

په وروستیو ورځو کې له ننګرهار څخه ځايي سرچینو خبر ورکړی چې د تحریک طالبان پاکستان د غړو کورنۍ د دې ولایت له «شینوارو»، «غني‌خېلو»، «کوټ»، «بټي کوټ»، «مومند درې» او «ګوشتې» ولسوالیو څخه کابل او د هیواد شمالي ولایتونو ته انتقالېږي.

د سرچینو په وینا، دا کورنۍ دشپې مهال او په ځانګړو موټرونو کې د ننګرهار له ولسوالیو نورو سیمو ته لېږدول کېږي.

سرچینې وايي چې د ټي ټي پي د غړو د کورنیو د انتقال بهیر په کونړ کې د دې ډلې د یو شمېر قومندانانو تر وژل کېدو وروسته چټک شوی دی.

په دې وروستیو کې په کونړ کې د پاکستاني طالبانو یو لوړپوړی قومندان او څو غړي ووژل شول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه