له ننګرهاره نورو سیمو ته د پاکستاني طالبانو د کورنیو لیږد پېل شوی

اطلاعات روز: په ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې په تېرو دوو اوونیو کې کونړ کې د څو پاکستاني طالب قومندانانو له وژل کېدو وروسته د ننګرهار له ځینو سیمو د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي د کورنیو لیږد نورو سیمو ته پېل شوی دی.

یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د پاکستاني طالبانو کورنۍ د شپې لخوا د ننګرهار له شینوارو، غني خېلو، کوټ، بټي کوټ، مومندرې او ګوشتې ولسوالیو څخه په ځانګړو موټرو کې کابل او ځینو نورو ولایتونو ته انتقالیږي.

د سرچینې په خبره یادې کورنۍ په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو ریاست په همغږۍ نور سیمو ته لیږدول کېږي او دا لړۍ په کونړ کې د «ټي ټي پي» د څو قومندانانو له مرګ ژوبلې وروسته چټکه شوې ده.

د ننګرهار په ګوشتې او مومندرې ولسوالیو کې هم یو شمیر سرچینو نورو سیمو ته د پاکستاني طالبانو د لیږد خبر تاییدوي او وایي، چې د کورنیو د لیږد دا چاره د شپې لخوا ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې هم ځېنې راپورونه خپاره شوي، چې په کونړ کې د پاکستاني طالبانو د يو مهم قومندان شاهد عمر باجوړي تر وژل کېدو وروسته، غزني، ميدان وردګ او يو شمېر نورو ولايتونو ته د پاکستاني طالبانو د کورنيو لېږدولو لړۍ پيل شوې ده.

د رسنیو د معلوماتو پر بنسټ له څو ورځو راهیسې د غزني قره باغ ولسوالۍ اړوند «باغ عطر» سيمې ته د ټي ټي پي وسله والو لسګونه کورنۍ رسېدلې دي.

که څه هم تراوسه طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې دا پروسه له پاکستاني استخباراتو سره د هغې پرېکړې پر اساس ترسره کېږي، چې د پاکستان لخوا نښه شوي کسان او کورنۍ به د ډيورنډ کرښې له غاړو سيمو څخه هدف وړ ولايتونو ته لېږدول کېږي.

د یادونې وړ ده، چې یوازې په تېره یوه اوونۍ کې د کونړ په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني طالبانو څلور مهم قومندانان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه