د طالبانو د چاپېریال ساتنې اداره: افغانستان له اقليمي بدلونو سره د مبارزې لپاره ۲۰.۶ میلیارد ډالرو مرستې ته اړتیا لري

Photo: @GMICafghanistan

اطلاعات روز: د طالبانو تر مدیریت لاندې د چاپېریال ساتنې اداره وایي چې افغانستان له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره تر ۲۰۳۰ کال پورې ۲۰.۶ میلیارد ډالرو مالي مرستې ته اړتیا لري.

د دې ادارې د اقلیمي بدلونونو یئیس روح‌الله امین نن (یکشنبه،۱۱د لیندۍ) په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال چې د کوپ ۲۹ غونډې په اړه یې خبرې کولې، وویل چې د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملي ټاکلې ونډې (NDS) سند بیا کتل شوی او ټاکل شوې چې په فبروري میاشت کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون د کنوانسیون سکرتریت ته وسپارل شي.

د کوپ ۲۹ غونډې د توافق له مخې چې په باکو کې ترسره شوې، شتمن هیوادونه به تر ۲۰۳۵ کال پورې هر کال ۳۰۰ میلیارد ډالر غریبو هیوادونو ته ورکوي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د اقلیمي بدلونونو یئیس وایي چې دا مرستې به د ملي ټاکلې ونډې د سند پر اساس هیوادونو ته ورکړل شي.

هغه وویل: «د مالي بودجې اټکل چې موږ ورته اړتیا لرو، تر ۲۰۳۰ کال پورې ۲۰.۶ میلیارد ډالر دی.»

د تودوخې زیاتوالی او د اقلیمي بدلون زیانونه

مطیع‌الحق خالص چې د طالبانو له خوا د چاپېریال ساتنې د ادارې د رئیس په توګه ټاکل شوی، نن د خبري ناستې پر مهال وویل چې له ۱۳۹۸ کال څخه وروسته په افغانستان کې د تودوخې درجه ۱.۸ درجې لوړه شوې ده.

د هغه په وینا، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د تودوخې درجه توپیر لري او په ځینو سیمو کې تر ۲.۴ درجې پورې لوړه شوې ده.

خالص زیاته کړه چې د تودوخې د زیاتوالي له امله د افغانستان ۱۸۱ کیلومتره طبیعي یخچالونه له منځه تللي دي.

همدارنګه، د هغه په وینا چۍ د اقلیمي بدلونونو پایلې هر کال د افغانستان کرنیزې برخې ته ۲۸۰ میلیون ډالر زیان رسوي.

خالص وویل چې تر ۲۰۲۳ کال پورې، د اقلیمي بدلونونو، طبیعي پیښو او په ځانګړې توګه وچکالۍ له امله ۲.۵ میلیونه کسان بې‌ځایه شوي دي.

دا طالب چارواکی زیاتوي چې هر کال په افغانستان کې په اوسط ډول ۷۰۰ کسان د سیلابونو له امله مړه کېږي او همدارنګه هر کال د افغانستان زیربناوو ته ۳۰۰ میلیون ډالر زیان رسېږي.

د هغه په وینا، په تېرو ۱۰ کلونو کې ۴۵ زره کورونه ویجاړ شوي او ۱۱۱ زره ۴۹۰ کورونه زیانمن شوي دي.

خالص زیاته کړې چې د اقلیمي بدلونونو له امله د حیواناتو او نباتاتو ۱۴۹ ډولونه د له منځه تلو له خطر سره مخ دي.

د هغه په وینا، د دې بحران له امله ۲۱ میلیونه کسان په هیواد کې پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

افغانستان د اقلیمي بدلونونو په وړاندې یو له تر ټولو زیانمنېدونکو هیوادونو څخه دی، په داسې حال کې چې د شین‌کوریزو ګازونو په خپرولو کې د دې هیواد ونډه یوازې ۰.۸ سلنه ده.

افغانستان په تېرو کلونو کې له پرله‌پسې وچکالیو او ویجاړونکو سیلابونو سره مخ شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه