طالبانو په ننګرهار کې محلي ټولګي وتړل

اطلاعات روز: د ننګرهار پوهنې ریاست کې یوه باوري سرچینه تاییدوي، چې طالبانو د دغه ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې محلي ټولګي تړلي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه ټولګي نن (شنبه، ١٠ د لېندۍ) په کامې، دوربابا، روداتو، مومندرې، کوټ، بټي کوټ او بهسودو ولسوالیو کې د پوهنې وزارت لپاره د طالبانو د سرپرست د امر پر اساس تړل شوي دي.

د سرچینې په وینا، دغه سیمه ییزو ټولګیو د پوهنې وزارت تر چتر لاندې د یونېسف په ګډون د یوشمېر نورو نړیوالو موسېساتو په مالی لګښت فعالیت کاوه.

په همدې حال د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د محلي ټولګیو یو ښوونکي هم د نوم نه ښودلو په شرط وایي، چې یاد ښوونځی د طالبانو د پوهنې وزارت د یو مکتوب په اساس نن تړل شوي او دوی خپل زده کوونکي رخصت کړي دي.

تراوسه د طالبانو پوهنې وزارت په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

خو، له دې څو ورځې وړاندې په هلمند، ارزګان، کندهار او زابل ولایتونو هم یاد محلي ټولګي تړل شوي وو.

بلخوا د طالبانو د پوهنې وزیر مولوي حبیب‌الله اغا تېره اوونۍ په خوست ولایت کې د یوې غونډې پرمهال ویلي و، چې وزارت یې تر شپږم ټولګي پورې د نوي تعلیمي نصاب کار بشپړ کړی دی.

د نوموړي په خبره په نوي تعلیمي نصاب کې دیني برخه بډایه شوې او د تاریخ په کتابونو کې د نړیوالو شخصیتونو پرځای د افغان اتلانو پېژندنې ته پام زیات شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه