زلمي خلیلزاد، طالب مشرانو او د قطر چارواکو درې اړخیزه لیدنه کړې

اطلاعات روز: قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي، د دې ډلې، امریکا او قطر هېوادونو چارواکو پر افغان سولې خبرو لپاره په دوحه سره لیدلي دي.

د قطر دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم پر ټوېټر لیکلي، چې دغه ناسته پرون ماخوستن (یکشنبه، د کب په ۲۴مه) شوې ده.

د ده په وینا، دې لیدنه کې د دې ډلې سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا برادر، افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د قطر د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبد الرحمن ال ثاني او ورسره پلاوو کتلي دي.

د ښاغلي نعیم په وینا، په دې ناسته کې د دوحې تړون په پلي کېدو او د سولې پر خپلمنځي خبرو خبرې شوې دي. نوموړي لیکلي: «په ناسته کې د دوحې توافقنامې د تطبيق، د افغانستان پر روان وضعيت او د بين الأفغاني مذاكراتو په روان بهير خبرې وشوې.»

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د افغان سولې لپاره نږدې راتلونکې کې دوه مهمې ناستې یوه په روسیه او بله ترکیه کې ترسره شي. د روسیې ناسته د روانې مارچ میاشتې په ۱۸مه مسکو کې کیږي، چې یاد هېواد افغان حکومت، ځینو سیاسي څېرو او طالب مشرانو ته په کې د ګډون بلنه ورکړې.

د ترکیې ناسته به بیا د روان زېږدیز کال په اپرېل کې وشي، چې د دې ناستې جوړېدو خبره د امریکا له خوا افغان مشرانو ته په یو لیک کې شوې وه.

افغان حکومت هم ویلي چې په دې دواړو ناستو کې ګډون کوي. دوه ورځې وړاندې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په یوې خبري ناسته کې ویلي و چې بهرنیو چارو وزارت او د ملي پخلاینې عالي شورا په دې کار کوي، څو مالومه کړي چې په دې ناستو کې د طالبانو او نورو ګډون کوونکو هېوادونو پلاوی په کومه کچه دی، څو دوی هم په ورته کچه پلاوی وټاکي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه