لغمان کې د سرو املوکو حاصلات زیات شوي

اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې سږکال په دغه ولایت کې د ځینو نورو میوو ترڅنګ د سرو املوکو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله لس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د لغمان د کرنې ریاست لپاره د طالبانو د کرنیزو چارو امر بریالی همت وایي، چې سږکال به د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې له ۵۱۲ جریبه املوکو بڼونو څخه څه باندې درې زره ټنه حاصلات ترلاسه شي.

نوموړی د حاصلاتو د زیاتوالي لامل باغدارانو ته د کیمیاوي سرو ورکړه او دغه راز د دوی ستونزو ته پر وخت رسیدنه یادوي.

بریالی همت زیاتوي: «سږکال د لغمان په ۵۱۲ جریبه ځمکه د املوکو باغونه شته چې سږکال به ترې ۳۰۷۰ ټنه حاصلات ترلاسه شي او لا هڅه کې یو چې په دغه ولایت کې باغدارانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړو او دغه راز مو د بازار موندنې په برخه کې هم هڅې پیل کړي دي.»

بلخوا بڼوالان که څه هم د املوکو سږنیو حاصلاتو له زیاتوالي خوښ دي، خو وايي د تېر کال په پرتله یې بیې ټیتې شوي چې له کبله یې دوی له مالي زیان سره مخ دي.

دوی سږکال د املوکو د بیو د ټیټوالي لامل د افغانستان د تازه میوو پر وړاندې د پاکستان له لوري د تورخم، سپین بولدک، غلام خان بندر او ځینو نورو سوداګریزو لارو تړل کیدل یادوي.

د لغمان یو بڼوال دلاور په هیواد دننه د تازه میوو لپاره د بسته بندۍ، بازار موندنې او د تازه میوو د ساتنې په برخه کې د سړو خونو پر جوړیدو ټنیګار کوي.

دلاور زیاته کړه: «سږکال حاصلات ښه دي خو بازار یې بیخي کمزوری دی ځکه بیې ټيټې شوي او سوداګر زیاته پوښتنه نه کوي، غوښتنه کوو د حاصلاتو لپاره باید په کور دننه او بهر بازار موندنه وشي او هم دې سړې خونې جوړې شي.»

د دغه ولایت یو بل بڼوال مسعود وایي، تېر کال یې حاصلات د طبیعي افتونو ترڅنګ ځینو ناروغیو خراب کړي وو، خو سږکال املوک ښه دي، حاصلات یې زیات دي، خو د حاصلاتو د لا ښه والي لپاره له حکومت د همکارۍ غوښتنه کوي.

د طالبانو د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې هر کال د هیواد له ۱۶ ولایتونو څخه ۱۲۳۰۰ میټرک ټنه سره املوک راټولیږي، چې له ډلې یې کاپيسا، لغمان، بدخشان، کونړ، ننګرهار، بغلان او کندز هغه ولایتونه دي چې پکې سره املوک ښه حاصل ورکوي

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه