د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال: د طالبانو رسمیت پېژندلو په اړه خبرې لاهم وختي دي

Photo: © Russian Foreign Ministry Press Service/TASS

اطلاعات روز: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندري رودنکو ویلي، چې د طالبانو د رسميت پېژندنې په اړه خبرې کول لاهم وختي دي.

نوموړي د روسیې له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، چې روسیه به د تروریستي ډلو له لیست څخه د طالبانو د نوم د لېرې کولو بهیر ونه دروي.

دې روسي ډیپلومات ویلي: «د طالبانو له تحریک څخه د تروریستي سازمان د حیثیت د لېرې کولو لپاره د قانوني بهیر بشپړېدل به په مختلفو برخو په ځانګړي ډول په اقتصاد کې، د روسیې او افغانستان ترمنځ مثبتې اړیکې ټینګې کړي.»

هغه زیاته کړې: «د اوسني افغان حکومت د رسميت پېژندنې په اړه خبرې کول لا وختي دي. راځئ چې په تدریجي او مرحله‌وار ډول عمل وکړو، خو په قصدي توګه د پروسو د ګډوډولو اراده نه لرو.»

دې روسي ډیپلومات زیاته کړې چې روسیه د هغو موضوعاتو په اړه چې د دواړو لورو لپاره مهم دي د افغانستان له واکمنو سره د عملي تعامل د رامنځته کولو په هڅه کې ده.

واک ته د طالبانو له رسېدو څخه درې کاله اوړي، خو دا ډله تر اوسه پورې په نړیواله کچه په رسمیت نه ده پېژندل شوې؛ خو ځینو هېوادونو لکه روسیې او چین له طالبانو سره ډیپلوماتیکې اړیکې جوړې کړې دي.

د یو ټولګډونه حکومت جوړول، له تروریزم سره مبارزه او د بشري حقونو درناوی هغه شرطونه دي چې ځینې هېوادونه یې د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره وړاندې کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه