په بغلان کې پر عبادت کوونکو برید؛ ريچارډ بېنټ: مذهبي لږکي له جدي خطر سره مخ دي

UN Photo by Pierre Albouy

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بېنټ د بغلان ولايت د نهرين ولسوالۍ په يوه عبادت‌ځای کې د اهل تصوف پر لمونځ کوونکو د بريد په غبرګون کې ويلي چې مذهبي اقليتونه په هېواد کې لا هم له جدي خطر سره مخ دي.

بېنټ د دې بريد په ترڅ کې د ۱۰ کسانو وژل کېدل د خواشينۍ وړ بللي او د هغو له کورنيو سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده.

هغه نن ماښام (جمعه، د ليندۍ ۲مه) پر ایکس ليکلي: «مذهبي اقليتونه لا هم له جدي ګواښونو سره مخ دي. ټول افغانان حق لري چې په سوله کې عبادت وکړي. د مخنیوي، خونديتوب او عدالتي اقداماتو زیاتوالي ته اړتیا ده.»

تېره شپه (پنجشنبه، ۱ د لېندۍ ) وسلوالو کسانو د بغلان ولايت د نهرين ولسوالۍ د زاړه ښار په «زیارت سید پاچا اغا سادات» کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړې دي.

د بغلان د طالبانو امنيه قوماندانۍ ويلي چې په دې «مرموز» بريد کې د نهرين ولسوالۍ ۱۰ اوسېدونکي چې د ذکر په حال کې وو، وژل شوي دي.

دې قوماندانۍ زياته کړې چې قربانيان د ورځې په اوږدو کې د خپلې روزۍ د پيدا کولو لپاره په کار بوخت وو او د شپې له مخې به د عبادت لپاره مسجد او خانقاه ته راتلل.

تر اوسه هېڅ ډلې د دې بريد مسووليت نه دی منلی.

په بغلان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ د امنيت آمر عبدالغیور خادم ويلي چې د دې بريد په تړاو د طالبانو پوليسو څو مشکوک کسان نيولي دي.

د اهل تصوف عبادت‌ځایونه مخکې هم د خونړیو بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

په دې لړ کې، د ۱۴۰۱ لمریز کال د ثور په میاشت کې د کابل ښار د شپږمې ناحیې پر یوه خانقاه په برید کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول. همداراز، د همدې کال د جوزا په میاشت کې د کندوز ولایت د امام‌صاحب ولسوالۍ په یوه خانقاه کې بم‌چاودنه وشوه، چې لږ تر لږه ۳۶ کسان پکې ووژل شول او ۴۸ ټپیان شول.

په تېرو کلونو کې د صوفیانو پر خانقاوو د بریدونو مسوولیت داعش ډلې منلی دی.

پر افغان شیعه ګانو او د اهل تشیع پر مذهبي ځایونو بریدونه هم داعش ډلې ته منسوب شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه