لغمان کې ښځینه متشبثی د ښځو لپاره د نیم ګړي مارکیټ د پاتې چارو بشپړیدل غواړي

اطلاعات روز: په لغمان کې ښځينه متشبثې د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د «ښځو بازار» د نیمګړو چارو پر بشپړیدو ټینګار کوي.

په دې ولایت کې یوه ښځینه صنعتکاره عابده حبیب د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې دغلته دې د ښځو لپاره د ځانګړي بازار نیمګړې چارې بشپړې او د صنعتکارو ښځو د کار ملاتړ دې وکړي.

حبیب زیاتوي: «په لغمان کې د ښځو د لاسي صنایعو د خرڅلاوو لپاره مارکېټ نشته او زیاتره وخت مونږ خپل لاسي تولید شوي توکي جلال اباد، کابل او نورو ولایتونو ته لیږو، چې زیات لګښت هم پرې راځي نو که په لغمان کې د ښځينه وو لپاره د شته مارکېټ پاتې چارې بشپړې شي نو دا به د هغه ښځو لپاره ډیر ګټور وي چې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي.»

نوموړې دغه راز وایي، چې په دې وروستیو کې د ښځینه صنتعګرو د لاسي صنایعو د پېر او پلور بازار کم رنګ شوی چې له کبله یې دوی له مالي زیان سره مخ شوي دي.

شکیلا چې د لغمان مرکز مهترلام کې د جامو ګنډلو کار ځای لري وایي، که په دغه ولایت کې د ښځینه وو د ځانګړي مارکېټ پاتې چارې بشپړې شي د دوی کاروبار به ورسره هم وغوړیږي.

د هغې په وینا هغه لباسونه چې دوی یې تولیدوي په بازار کې یې پر هټۍ والو په کمه بیه پلوري ځکه بله لاره نه لري.

شکیلا وویل: «له ما سره په دې کارخونه کې پنځه ښځې کار کوي او دوی ته زه د هر جوړ کالیو پر سره فیصدي ورکوم مخکې مو کاروبار ډیر ښه و، خو اوس مو کاروبار خراب شوی او هغه کالي چې مونږ یې دلته جوړوو په خپله یې پر دوکاندارانو پلورو، نو که چیرې د ښځو لپاره په لغمان کې مارکیټ جوړ شي زمونږ د ښخینه متشبثو ټولې ستونزې ورسره حل کیدای شي.»

د لغمان ښځينه صنعتکارانې دغه راز د طالبانو پر حکومت نیوکه کوي او وایي، څه ډول چې لازمه ده د ښځينه وو لپاره یې په سوداګریزه برخه کې اسانتیاوې نه دي رامنځته کړي.

بلخوا لغمان کې د ښځو د سوداګرۍ خونې مسوولینې وایي، اوسمهال دغه ولایت کې شاوخوا ۵۰۰ مېرمنې د خیاطۍ، اچار جوړولو او مختلفو خوراکي توکو د تولید په برخه کې په کار بوختې دي.

لغمان کې د ښځو د سوداګرۍ خونې مسوله دیبا سمندري وایي، مهترلام ښار کې د سوداګرو او صنعتکارو مېرمنو د ځانګړي مارکېټ چارې د تېر حکومت پرمهال پېل شوې وې، خو د نه پاملرنې له کبله لا تراوسه نه دي بشپړې شوي.

د هغې په خبره د مارکېټ نشتون له کبله په لغمان کې ښځینه صنعتکارانې له ستونزو سره مخ دي او د تولیداتو بازار یې ورځ تربلې مخ په کم رنګه کیدو دی.

سمندري زیاته کړه: «لغمان کې د ښځينه متشبثو پر وړاندې ستونزې موجودې دي او د مارکېټ نشتون له کبله ډیر کله د ښځينه وو په لاس جوړ شوي توکي په بازار کې په کمه بیه پلورل کېږي، نو د دې ستونزې دحل لپاره د ښځو لپاره د مارکېټ جوړیدل مهم دي مونږ په دې اړه له مسوولو چارواکو سره خبرې هم کړي او تمه لرو چې نتیجه به ورکړي.»

نوموړې زیاتوي، چې د ښځو په لاس جوړ شوي توکي په عام بازار کې ګټه نه کوي او که د ښځينه وو لپاره د یاد مارکېټ چارې بشپړې شي خپل تولیدات په اسانۍ او ښه بیه پلورلی شي.

په همدې حال کې د لغمان لپاره د طالبانو د ښار جوړونې رییس حسین احمد تیلوي وایي، په دغه ولایت کې د ښځو لپاره د ځانګړي مارکېټ چارې ۷۵ سلنه بشپړې شوي او د پاتې چارو د بشپړیدو لپاره بودیجې ته په تمه دي.

حسین احمد تیلوي وویل: «په لغمان کې د ښځينه وو مارکېټ د جوړیدو چارې د تېر حکومت پرمهال د ۲۲.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پېل شوې وې د دغه مارکېټ ۷۵ سلنه کارونه بشپړ شوي، خو پاتې چارې به یې هم بشپړې شي چې په دې برخه کې د مرکزي حکومت بودیجې ته په تمه یو، یاد مارکېټ لپاره مو د بودیجې غوښتنه کړې او ډاډ راکړل شوې چې جوړ به شي مونږ پوره هڅه کې یو.»

د یادونې وړ ده، چې اوسمهال د هیواد په ختیځو ولایتونو کې د ښځو لپاره کوم ځانګړی بازار نشته، خو مېرمنې هیله مندې دي چې یوه ورځ به یې د ځانګړي مارکېټ د جوړېدو هیله هم پوره شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه