اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې یو ۲۲ کلن ځوان ځان زندۍ کړی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.
کندهار کې یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط وویل، چې دغه ځوان عبدالولي نومیده او تېره ورځ (چهارشنبه، ۳۰ د لړم) یې د پنجوایي ولسوالۍ اړوند «سیدانو کلاچې» سیمه کې ځان وژنه کړې.
سرچینه زیاتوي، چې عبدالولي په دواړو سترګو ړوند و او د خپلو ملګرو څخه پر ځینو خبرو خفه شوی او تر هغې وروسته یې خپل ځان زندۍ کړی دی.
کندهار کې د طالبانو پولیس هم یاده پېښه تايیدوي او وایي، چې د عبدالولي کورنۍ ورته ویلي چې د هغه د وژلو په قضیه کې څوک لاس نه لري.
طالب پولیس زیاتوي، چې عبدالولي د ملګرو له مجلس څخه تر تلو وروسته په یوې کشمش خانې کې ځان زندۍ کړی دی.
پولیس دغه راز وایي، چې عبدالولي د ځان وژنې په تړاو یې پلټنې پېل کړي دي.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځان وژنې پیښې زیاتې شوي، چې لامل یې بې کاري، بې وزلي او کورنی تاوتریخوالی بلل شوی دی.
از روزنامهنگاری مستقل حمایت کنید
محدودیتهای گسترده بر رسانهها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه میدهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.
ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم مینویسیم.
مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوبشدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشماندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادیهای برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.
خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت میکنند تا گزارشهای دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایتهای مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.
هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامهنگاری مستقل کمک میکند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.
در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید
برای حمایت اینجا کلیک کنید