ملا برادر: هڅه کوو چې د اسلام دین له خرافاتو پرته او په سمه توګه تر خلګو ورسوو

اطلاعات روز: د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر ویلي چې دا ډله هڅه کوي تر څو د اسلام دین له خرافاتو پرته او په سمه توګه تر خلګو ورسوي او له همدې وجې یې ديني مدرسو ته پام کړی او په زده کړییز نصاب کې یې پام وړ اصلاحات راوستلي دي.

ده دا څرګندونې نن (سې‌شنبه، ۲۹ د لړم) له یو شمېر هندي او بنګلدېشي علماوو سره په لیدنه کې کړې دي. د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیالۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا لیدنه په کابل کې ترسره شوې.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته هڅه کړې چې په هیواد کې ديني او جهادي مدرسې زیاتې کړي؛ په داسې حال کې چې د نجونو او ښځو په وړاندې یې د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې تړلې دي، هغه اقدام چې د اسلامي ارزښتونو خلاف ګڼل کېږي. اسلامي هیوادونو او مسلمانو مشرانو بیا-بیا له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو د حقونو درناوی دې وکړي، خو دې ډلې تر اوسه دې غوښتنو ته پام نه دی کړی.

د ملا برادر د دفتر په خبرپاڼې کې ویل شوي چې نوموړي له هندي او بنګله دېشي علماوو سره په خبرو کې ویلي چې طالبانو د ديني بنسټونو د پیاوړتیا تر څنګ د خلګو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره هم هڅې کړې دي.

ده زیاته کړې چې لویي اقتصادي پروژې پیل شوې دي، له ګاونډیو هیوادونو، سیمې او نړۍ سره سوداګري پراخه شوې، په صنعتي برخه کې د پخوا په پرتله پرمختګونه شوي او زمینه برابره شوې چې پر ځان بسیا او له خارجي اړتیا خلاص اقتصاد را منځ ته شي.

دا په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو په وینا، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د مرستو د کمېدو له وجې په هیواد کې فقر او لوږه زیاته شوې او اوس مهال په افغانستان کې تر ۲۳ میلیون زیات وګړي مرستو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږی کوونکی دفتر (اوچا) وايي چې د ۲۰۲۱ د اګست پر ۱۵ د طالبانو تر واکمنېدو وروسته افغانستان شاوخوا ۶.۷ میلیارد ډالره بشري مرسته تر لاسه کړې ده.

د ملا برادر دفتر د نوموړي له خولې لیکلي چې د افغانستان د شتمنۍ کنګل کېدل او اقتصادي بندیزونه هغه ستونزې دي چې له امله یې د افغانستان اقتصادي وده ټکنۍ شوې ده.

د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال د شریعت په رڼا کې له نړۍ سره د متقابلو ګټو پر اساس د سياسي او اقتصادي اړیکو غوښتنه کړې. ده ویلي چې پر ځان بسیا افانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه