پر لویو لارو د تېرېدو محصول؛ طالبانو خپل جنګیالي هم د حق‌العبور په ورکولو مکلف کړي

اطلاعات روز: د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت له خپلو هغو جنګیالیو چې له شخصي وسایلو کار اخلي، غوښتنه کړې چې پر لویو لارو د تېرېدو محصول ورکړي.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، هغه وسایط چې دولتي نمبرپلېټ لري، د محصول له ورکولو معاف دي، خو هغه وسایط چې شخصي نمبرپلېټ لري او د طالبانو جنګیالي یې کاروي، د «ټول‌پلازا» محصول په ورکولو مکلف دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت له خپلو جنګیالیو غوښتي چې «پر ټول‌پلازا لرونکو لارو د تېرېدو پر مهال له هر ډول ستونزې جوړولو ډډه وکړي».

دې وزارت ویلي، چې د طالبانو د مشر د حکم له مخې، د کابل-غزني، کابل-جلال‌اباد، سالنګونو او ځینو نورو لویو لارو د جوړولو په موخه «ټول‌پلازاګانې» فعاله شوې دي. د دې کار هدف له خلکو څخه پر لار د تګ – راتګ محصول ټولول دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت زیاته کړې چې د «ټول‌پلازاګانو» عواید په ځانګړې بانکي حساب کې ټولېږي او یوازې د سړکونو د جوړولو او بیا رغونې لپاره کارول کېږي.

ځینې خلک اقتصادي وضعیت ته په پام سره د طالبانو له خوا پر لویو لارو د تګ – راتګ محصول له اخیستلو شکایت کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ټولګټو چارو وزارت یوه برخه بودیجه د لویو لارو په اوږدو کې د جوماتونو جوړولو ته ځانګړې کړې ده.

د طالبانو د مشر په امر سره ټاکل شوې چې په لویو لارو کې ۷۵ جوماتونه جوړ شي. د کندهار-هرات د لویې لارې په اوږدو کې د دوو جوماتونو د جوړولو لګښت چې تازه یې کار پېل شوی، شاوخوا ۶۸ میلیونه افغانۍ اعلان شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه