د ایران د کورنیو چارو وزیر: د کډوالو مخالف نه یو، نړیوالې مرستې صفر ته نږدې شوي

اطلاعات روز: د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني ویلي، دغه هېواد کډوالو مخالف نه دی، خو د کډوالو د کوربه توب لپاره نړیوالې مرستې صفر ته نږدې شوې دي.

مومني دغه څرګندونې نن (سې شنبه، ۲۲ د لړم) د کرمان د والي د پیژندنې په مراسمو کې کړې دي.

ایسنا خبری اژانس لیکلی، چې د ایران د کورنیو چارو وزیر د «پردیو اتباعو» د تنظیم په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د کرمان ولایت له دغه حالته ځوریږي او موږ د کډوالو مخالف نه یو او په مختلفو پیړیو کې مو له خپلو ګاونډیانو سره ګډ ژوند کړی دی.  خو په دې برخه کې له ایران سره نړیوالې مرستې صفر ته نږدې شوي، موږ تیښته نه کوو، زموږ سره د میلمنو د منلو امکان نشته. نو د پولو په تړلو سره باید تګ راتګ د تکرار مخنیوی وشي.»

مومني د کرمان نوي والي ته سپارښتنه کړې، چې په دغه ولایت کې ناقانونه افغان کډوال راټول او له ایران څخه د هغوی اېستل په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ځای کړي.

دغه راز د ایران د پارلمان یوه غړي شهباز حسن پور د کرمان د والي د پیژندنې په مراسمو کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د شته کډوالو وضعیت «بحراني دی».

هغه زیاته کړې: «هغه مدرسې/ښوونځي ته چې زه ورغلی وم، نږدې ۱۰۰ سلنه زده کوونکي پکې اتباع وو، او دا د خلکو هیله ده چې د مسایلو او اتباعو د تنظیم په اړه عاجل تصمیم ونیول شي.»

ایران د افغان کډوالو ایستل او پرې محدودیتونه زیات کړي دي.

ورته مهال ایران کې د افغان کډوالو په اړه د کرکې خپرول او د هغوی ځورول هم زیات شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه