ننګرهار کې باران او ږلۍ خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې نن (دوشنبه، ۲۱ د لړم) سختو ورښتونو او ږلۍ ځاني او سخت مالي زیانونه اړولي دي.

په دغه ولایت کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې په کوز کونړ ولسوالۍ کې د سخت ورښت، توپان او ږلۍ له کبله یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سیمې یو اوسیدونکي عبدالجلیل وایي، چې نن له غرمې مخکې د ښېوې ولسوالۍ اړوند «شګې» قریې په مربوطاتو کې د سخت باران او توپان له کبله د محمد ولي په نامه پر یو شپېته کلن کس د کور دیوال راپرېوتی چې پرمهال یې نوموړي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په سیمه کې یوې بلې سرچنې بیا وویل، چې د نن ورځې ورښتونو له کبله په مختلفو سیمو کې د استوګنې کورونه رانړیدلي، فصلونه او لارې تخریب شوي دي.

ورته مهال ننګرهار کې پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې طالب مسوولینو ویلي، چې په کوز کونړ، کامې، ګوشتې او بټي کوټ ولسواليو کې سلګونه جريبه ځمکه کې ولاړ فصلونه لمنځه تللي او خلکو ته مالي زيانونه اوښتي دي.

دوی زیاته کړې، د زیانمنو شویو کورنیو په اړه یې ځپل شویو سیمو ته د سروې ټيمونه استولي چې له سروې وروسته به زيانمنو شويو کورنيو سره لازمې مرستې تر سره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هوا پېژندنې ادارې د هیواد په زیات شمیر ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه