ننګرهار کې یو زوی خپل پلار حلال کړی

اطلاعات روز: په ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې یو ځوان خپل پلار وژلی دی.

د سیمې یو اوسیدونکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې تېره شپه (سې شنبه، ۱۵ د لړم) د چپرهار ولسوالۍ اړوند «دولت زیو» سیمه کې د تواب په نامه یو ځوان خپل پلار د چړې په وسیله حلال کړی دی.

سرچینه زیاتوي چې دا پېښه د زوی او پلار ترمنځ د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې ده.
په سیمه کې یوې بلې سرچینې بیا وویل، چې یاد ځوان په اصل د کونړ ولایت اوسیدونکی و، چې اوسمهال د چپرهار په دولتزو سیمه کې له خپلې کورنۍ سره اوسیده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې یاد ځوان په نشه یي توکو روږدی و او د شپې لخوا د خپل پلار د خوب خونې ته ورغلی او هغه یې په ډیره بې رحمۍ وژلی دی.

بلخوا د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مسوولینو هم یاده پېښه تایید کړې او ویلي یي دي چې، په چپرهار ولسوالۍ کې یو ځوان خپل پلار وژلی دی.

امنیتي مسوولینو زیاته کړې چې قاتل له سیمې تښتیدلی خو دوی یې د نیولو هڅې پېل کړي دي.
د یادونې وړ ده چې له دې دوه میاشتې وړاندې د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې هم یو زوی خپل پلار وژلی و.

په هیواد کې ډېر کله دا ډول پېښې د کورني تاوتریخوالي او لفظي شخړو له امله رامنځته کېږي، چې لامل یې تر ډیره د ځوانانو بې روزګاري او اقتصادي ستونزې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه