طالبانو په جلال اباد ښار کې کور په کور تالاشي پېل کړې

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو د دغه ولایت د مرکز جلال اباد ښار په یو شمیر سیمو کې کور په کور تالاشي پېل کړې ده.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې دغه پلټنې د جلال اباد ښار استخباراتو ریاست، امنیې قومندانۍ او ولایت ته څیرمه سیمو کې تېره ورځ (دوشنبه، ۱۴ د لړم) پېل شوي او نن هم دوام لري.

سرچینه زیاتوي دغه تالاشي د طالبانو د استخباراتو له لوري پېل شوې او په کومو سیمو کې چې تالاشي دوام لرم هلته یې سړکونه او پلې لارې هم د خلکو او موټرو د تګ راتګ پرمخ تړلي دي.

سرچینې وویل: «هغه کورونه چې د ننګرهار ولایت مقام، امنیې قومندانۍ او دغه راز استخباراتو ریاست ته څیرمه پراته دي د هغې تالاشي تېره ورځ پېل شوې او نن سهار هم ځینو سیمو کې طالب سرتیري لیدل شوي چې د کورونو د پلټنې په موخه راغلي وو، دې حالت خلک اندېښمن کړي او دغه راز یې د خلکو په ورځني ژوند هم منفي تاثیر کړی ځکه هیچا ته د تالاشي په سیمه کې د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.»

یوې بلې سرچینې هم په جلال اباد ښار او ځینو ناحیو کې د طالبانو له لوري کور په کور تالاشي تایید کړې او ویلي یي دي، چې تراوسه د کور په کور تلاشۍ لامل څرګند نه دی.

سرچینه زیاتوي: «تراوسه هیڅ معلومه نه ده چې ولې دا کورونه تالاشي کېږي او څه لامل دی او نه خلکو ته له وړاندې خبرداری ورکړل شوی، نو خلک زیات په اندېښنه کې دي.»

یادې سرچینې زیاته کړه، چې په ځینو سیمو کې طالبانو خلکو ته خبرداری ورکړی او ویلي یي دي، چې هیڅوک حق نه لري چې د امنیې قومندانۍ او استخباراتو له تایید پرته خپل کور چا ته په کرایه ورکړي.

دغه راز له خلکو غوښتل شوي چې د مشکوکو کسانو په لیدلو سره دې امنیتي چارواکو ته خبر ورکړي.

تراوسه ننګرهار کې طالب چارواکو د یادې تالاشي د پېل په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې یوه اوونۍ وړاندې طالبانو د کابل ښار په ځینو سیمو کې هم کور په کور تالاشي کړې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه