جلال اباد کې هټیوال او د مارکېټونو خاوندان د امنیتي کمرو په لګولو اړ شول

اطلاعات روز: د ننګرهار نظامي شورا د جلال اباد ښار هټیوالو او د مارکیټونو خاوندانو ته سپارښتنه کړې چې د امنیتي ستونزو د مخنیوي په موخه دې د خپلو دوکانونو مخې او مارکیټونو کې امنیتي کمرې ولګوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی نن (شنبه، ۲۳ د کب) اطلاعات روز ورځپانې سره په خبرو کې وویل، د ننګرهار د نظامي شورا د پریکړې له مخې په جلال اباد ښار کې ټولو دولتي او خصوصي ادارو، مارکیټونو، سرایونو، هټیو، روغتونونو، درملتونونو، فابریکو او نورو عمومي ځایونو مسوولینو ته سپارښتنه شوې چې د راتلونکې اونۍ تر پایه دې امنیتي کمرې نصب کړي.

د خوږياڼي په خبره په ښار کې یې د کمرو د نصب موخه د امنیتي پېښو مخنیوی او د ډاډ من امنیت رامنځته کول دي.

خوږیاڼي زیاته کړه: «د ننګرهار د نظامي شورا د پریکړې له مخې د جلال اباد ښار د اصنافواو مارکیټونو له خاوندانو غوښتنه شوې چې تر راتلونکې اونۍ تر پایه یانې تر پنجشنبې ورځې پورې دې په خپلو مارکیټونو او هټیو مخې ته امنیتي کمرې نصب کړي تر څو وکولای شو د امنیتي پېښو مخه ونیسو.»

چارواکي داسې مهال په جلال اباد ښار کې د جنایي پېښو د مخینوي په موخه د امنیتي کمرو نصبول جبري کړي، چې په دې وروستیو کې د چسپکې ماین چاودنو، هدفي وژنو، غلاوو او نورو جنایي پېښو زیاتوالي اندیښمن کړي دي.

شیر احمد د جلال اباد ښار اوسیدونکی دی هغه هیله مند دي چې د امنیتي کمرو په نصب سره به تر ډیره د ترهګریزو پېښو مخنیوی وشي.

هغه زیاته کړه: «که ټول دوکانداران امنیتي کمرې نصب کړي دا به ډیر ښه کار وشي، ځکه اوس غلاوې، هدفي وژنې او نور جنایې پېښې بیخي زیاتې شوې او خلک هیڅ ارامه ژوند نه لري نو تمه شته چې ستونزه به حل شي او تر ډیره به دغه کمرو په واسطه امنیتي ارګانونه د ورانکارو مخه ونیسي.»

د جلال اباد ښار یو بل اوسیدونکی بلال بیا پر امنیتي چارواکو او د ښار د حوزو پر امرینو نیوکه کوي او وایي، ډیر کله غله او نور مجرمین د بډو په بدل کې بیرته له بنده ازادیږي، چې دې چارې روان وضعیت خراب کړی دی.

نوموړی له عدلي او قضایي ادارو غوښتنه کوي، چې نیول شویو کسانو ته دې سخته سزا ورکړي.

بلال زیاتوي: «د ښار د حوزو امرین له غلو سره لاس لري او ډیر کله چې د پولیسو له لوري نیول کیږي او بیرته د پیسو او رشوت په بدل کې خوشې کیږي، د خلکو غوښتنه دا ده چې مجرمنیو ته دې سزاد ورکړي.»

جلال اباد ښار کې داسې مهال د امنیتي پېښو او غلاوو د مخینوي په موخه د کمرو د نصب خبره کیږي چې په دې وروستیو کې په ښار او ولسوالیو کې د جنایي پېښو او غلاوو زیاتوالي خلک اندیښمن کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه