نیمروز کې د کم عمره نجونو ودول زیات شوي

نيمروز ولايت کې مدني فعالان او  قومي مخور وايي، چې په دې وروستيو کې دغلته زیات شمیر بې وزله کورنۍ د اقتصادي ستونزو له کبله اړې شوي، چې د زیاتو پیسو په بدل کې خپلې کم عمره نجونې شتمنو کسانو او یا طالب چارواکو ته واده کړي.

په دې ولایت کې يو تن مدني فعال احمدالله احمدزی وايي، چې د مرکز زرنج ښار په نږدې کلیو او ولسوالیو کې ډیرې داسې کورنۍ شته چې د  فقر او بې وزلۍ له کبله یې خپلې کم عمره لوڼې شتمنو کسانو ته واده کړي دي.

هغه په کم عمر کې د نجونو ودول اقتصادي ستونزې یادوي او د انديښنې په څرګندولو سره وايي، که وضعيت دغه ډول دوام وکړي ويره لري چې په کم عمرۍ کې به د نجونو ودول عام شي.

نوموړي وویل:«زموږ په ولايت کې په نږدې هر کلي کې داسې کور شته چې د مجبورۍ پر اساس يې خپله کم عمره لور يا خور د پیسو په بدل کې شتمنو کسانو ته ورکړې وي او دغه فرهنګ مخ د ودې په حال کې دی اساسي لامل يې د خلکو اقتصادي ستونزې دي د دې لپاره چې د ماښام ډوډۍ يو څوک پیدا کړي بیا خپل کم عمره نجونې د پیسو  په بدل کې پلوري.»

نیمروز کې د مدني فعالانو په وينا، چې په دې ولايت کې ډيرې کم عمره نجونې د شمتنو خلکو ترڅنګ د طالبانو لوړ پوړو چارواکو ته هم د زياتو پیسو په بدل کې ورکول کېږي.

په دې ولايت کې موږ د يوې داسې کورنۍ سره هم غږیدلي یو چې خپلې درې کم عمره لورګانې يې د پیسو په بدل کې شتمنو کسانو ته واده کړي دي.

د دغې کورنۍ سرپرستي چې د بي بي ګل په نوم يوه ۴۵ کلنه میرمن کوي، وايي خاوند يې څو کاله مخکې په جګړو کې وژل شوی او دا مهال د اتو ماشومانو ساتنه او پالنه په یوازې سر کوي.

دغه ميرمن چې اصلي د کندهار د نیش ولسوالۍ اوسيدونکې ده او اوس د نیمروز په مرکز زرنج ښار کې د خپل زوم په کور کې ژوند کوي، وایي دا چې د کورنۍ سرپرستې ورترغاړې وه، نو د ساتنې لپاره یې اړه شوې چې خپلې درې لورګانې په تېرو دريو کلونو کې په داسې حال کې واده کړي چې عمرونه يې کم وو.

هغې وویل: «زما درې لورګانې چې تر شلو کلونو يې عمرونه زيات نه دي د پیسو په بدل کې مې نابلده خلکو ته واده کړي ځکه موږ همدغه اوس هم په کور کې دومره شی نه لرو چې خپلو اولادونو ته يې ورکړو يوه کوچنۍ لور لرم دغه هم پلورمه هغه لورګانې چې ما ورکړي دي هغوی خو د خپل خاوندانو په کورونو کې په نس مړې دي او موږ ته هم يو څه پیسې پاتې کېږي.»

نیمروز کې که له یوې خوا د اقتصادي ستونزو له کبله د کم عمره نجونو ودول زیات شوي، خو له بلې خوا بیا دغه چاره د کورني تاوتریخوالي لامل کرځیدلې ده. انځور: خواله رسنۍ

دغه راز د شاه زرينې په نوم يوه ميرمن چې دامهال د نيمروز د زرنج ښار په دولتي روغتون کې د کورنۍ تاوتريخوالي له امله بستر ده، وايي په کوچنيوالي يې کورنۍ د پیسو په بدل کې يوه د پاخه عمر سړي ته په نکاح کړه او بیا تر واده وروسته د کورني جنجالونو له کبله دې حالت ته رسیدلې ده.

هغه ادعا کوي، چې د خاوند له لوري یې سخته وهل کېږي، شکنجې ورکول کېږي او ان په وهلو  کې یې تر مرګه رسولې ده.

د دغې ميرمنې پر بدن چې له ورايه ټپونه ښکاري، وايي چې خاوند یې کلونه په زندان کې ساتلې او د خپل پلار کور ته یې نه پریږدي. نوموړې غوښتنه کوي، چې د هغې سره دې د شوو ظلمونو پوښتنه وشي او خاوند ته دې سزا ورکول شي.

نوموړې وویل: «د تبر په لاستي يې وهلې يمه په لرګیو يې وهلې يمه ساه يې رابنده کړې ده، زه بې هوشه شمه کله چې بیرته سمه شمه خاوند مې سر ته ولاړ وي بیا سختې شکنجې راکوي او ساه مې رابند کړي په کور کې مې بندي کړي ډير وخت د مرګ ګواښونه هم راته کوي.»

بلخوا بیا يو شمير قومي مشران د طالبانو پر حکومت نيوکه کوي، چې په ټولنه کې یې د خلکو اساسي ستونزې له پامه غورځولي او د عادي موضوعاتو په برخه کې کار کوي.

د نيمروز يو قومي مشر حاجي محمد وايي، چې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف رياست د دې پر ځای چې د خلکو اساسي ستونزې حل کړي د ښاريانو د ږيرو او نورو عادي مسئلو کې يې ځانونه ښکيل کړي دي.

هغه وویل: «امربالمعروف رياست ته په کار ده چې اول د ټولنې اساسي ستونزې درک کړي او د هغو د حل لپاره کار وکړي نه د ږيرې خريلو او نور عادي مسايل، زموږ په ټولنه کې ډير بد رواجونه شته چې اوس هم پرځای پاتې دي او د ټولنې وګړي ورڅخه په ستونزو کې دي.»

د نيمروز ترڅنګ د هیواد په ټولو ولايتونو کې په خاص ډول په لېرې پرتو سيمو کې په کم عمرۍ او په بدو کې د نجونو د واده کولو دود د ډیرو کلونو راهیسې راپاتې دی او افغان حکومتونو د دې کار د مخنیوي په برخه کې کوم جدي ګام نه دی پورته کړی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه