ارزګان کې د یو لرګین پُل څخه د موټر لویدو پیښه کې اته کسان مړه شول

اطلاعات روز: ارزګان کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د یوه لرګین پُل څخه د یو موټر د لویدو په پیښه کې اته تنه مړه شوي او یو کس ټپي دی.

ځايي سرچينې وايي، دا پېښه نن (دوشنبه، ۷ د لړم) سهار ۰۳:۰۰ بجې د ګیزاب ولسوالۍ اړوند «هندوګګ» سیمه کې رامنځته شوې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، يو لنډ کروزر ډوله موټر چې له ارزګان څخه د دايکندي ولايت مرکز نيلي ته روان و، یاده سیمه کې د هلمند پر سيند د لرګيو له پُل څخه د تېرېدو پرمهال په اوبو کې لویدلی دی. په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې پُل مات شوی دی.

سرچینې زیاتوي، چې په دغه موټر کې اته تنه سپاره کسان چې ټول نارینه وو، مړه شوي دي.  د دغې پېښې د قربانیانو په نوملړ کې لیدل کېږي چې دوی د تمزان سیمې اوسېدونکي دي.

ورته مهال ارزګان کې  د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست یاده پیښه تاییدوي او وایي، چې په دې پیښه کې اته تنه مړه شوي او یو کس ټپي دی.

د دغه رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياده پيښه هغه مهال رامنځته شوې کله چې يادو مسافرو غوښتل د سيند بلې غاړې ته د لرګیو له تختو څخه پر جوړ شوي پُل بلې خواته واوړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دغې سيمې اوسيدونکو تردې مخکې په ياده سيمه کې د يو پُل د جوړیدو غوښتنه کړې وه، خو ځایي مسوولینو تراوسه په دې برخه کې کوم ګام نه دی پورته کړی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه