کونړ کې د تېرو جګړو د قربانیانو کورنۍ له طالبانو د غرامت غوښتنه کوي

د کونړ په یو شمېر ولسوالیو کې ځايي خلک شکایت کوي، چې د تېر جمهوري نظام پرمهال د طالبانو د جګړو او د دوی د پناه مرکزونو له امله یې د کورنیو غړي مړه او ټپیان شوي، استوګنیز کورونه یې وېجاړ او نور درانه مالي زیانونه ور اوښتي دي.

زیانمنې شوې کورنۍ نیوکه کوي، چې طالبانو او مرستندویه ادارو له دوی سره په دې برخه کې هېڅ راز مرسته نه ده کړې، چې له همدې امله دوی د ژوند له جدي ننګونو سره مخ دي.

۶۵ کلن احمدشاه چې د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د پخواني جمهوري نظام پرمهال یې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې د خپلې کورنۍ درې غړي له لاسه ورکړي د طالبانو له حکومت غرامت غواړي.

دی وايي، طالبانو له حکومتي پوځیانو سره د جګړې پرمهال د ولسي خلکو له کورونو سنګرونه جوړول چې له امله یې ځايي خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه رسېدلي دي.

احمد شاه له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « د جمهوریت پرمهال چې به د طالبانو او حکومت ترمنځ جنګ و؛ نو طالبانو زمونږ په کورونو او حجرو دېرو کې مورچې جوړولې او په حکومتي ځواکونو به یې ډزې کولې، مونږ سره به پخواني حکومت لانجې کولې، مونږ به بیا طالبانو ته په خپلو کورونو کې ځای نه ورکاوه، چې بیا یې مونږ سره جنګونه کول، چې د حکومتي ځواکونو په ځوابیه ډزو کې زما زوی، زما ورور او زما وراره شهیدان شول، کور مې تخریب شو، کوټې مې ورانې شوې، حجره مې خرابه شوه، خو تر ننه له طالبانو چا د دغه جنایت پوښتنه ونه کړه.»

د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اړوند سیمه، چې د پخواني جمهوري نظام پرمهال پکې طالب وسله والو ګڼ پټنځایونه جوړ کړي وو او له امله یې ځايي خلکو ته درانه مالي او ځاني تلفات رسېدل. انځور: خواله رسنۍ

د پخواني جمهوري نظام او طالبانو ترمنځ د خپلمنځي نښتې له امله زیانمنې شوې کورنۍ نیوکه کوي، چې نه یوازې دې ډلې د دوی د سر او مال زیان عاملینو ته سزا ورنه کړه، بلکې دوی سره یې هېڅ ډول مرسته هم نه ده کړې.

زیانمنې شوې کورنۍ د طالبانو له حکومت دوی ته د ور اوښتي مالي او ځاني زیان د تاوان غوښتنه کوي او زیاتوي، چې د طالبانو حکومت دې ټول هغه طالب جنګیالي د محاکمې مېز ته کش کړي، چې د ولسي خلکو له کورونو یې سنګرونه جوړول او دوی ته یې ستونزې جوړولې.

د کونړ د غازي اباد ولسوالۍ اوسېدونکی شېر زمان له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: «د طالبانو له لاسه مونږ ته ډېر تاوانونه رسېدلي، د کورنۍ غړي مو شهیدان او زخمیان شوي، کورونه مو تخریب شوي که طالبانو زمونږ ساحو کې د جنګ مرکزونه نه جوړولی مونږ ته به ولې تاوان رسېده، مونږ ته باید دوی د سر او مال د زیان تاوان هم راکړي او هغه طالبانو چې د خلکو په کورونو کې یې مورچې جوړولې باید محکمه شي.»

د کونړ د غازي آباد ولسوالۍ اړوند سیمه، چې د تېر حکومت پرمهال پکې طالب وسله والو د ولسي خلکو له کورونو د سپر په ډول استفاده کوله. انځور: خواله رسنۍ

زیانمنې شوې کورنۍ دغه راز نیوکه کوي، چې د نړۍ والو مرستندویه ادارو له لوري په رسېدلو مرستو کې هم هېر شوي او تر اوسه ورسره د پام وړ مرسته نه ده شوې.

دوی وايي، هغوی چې طالبانو سره نږدې اړیکې او دوستي ولري نړۍ والې مرستې ور رسېږي او هغوی چې د طالبانو رژیم ته نږدې کس ونه لري حتی د مرستې وېشلو ځای ته هم نه پرېښودل کېږي.

د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکی میوند له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «درېیو کالو نه زیاتېږي، چې د طالبانو حکومت راغلی، یو ځل راسره مرسته شوې، چې هغه هم کلیوالو اوړه وېشلي وو، یو من اوړه راته رسېدلي و، څوک چې طالبانو سره روابط ولري او یا د دوی په نظام کې وظیفه ولري هغوی ته ښې پرېمانه مرستې رسېږي، مونږ چې د طالبانو له لاسه په تېرو شلو کلونو کې پرېمانه زیانونه لیدلي هېڅ نه راکول کېږي، باید حق حقدار ته وسپارل شي، دا مرستې د غریبو په نوم راځي باید د غریبو پرځای پر طالبانو او د طالبانو پر پلویانو توزېع نه شي.»

د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ کوړنګل درې اړونده سیمه، چې ځايي خلک یې د طالبانو له لوري د نړۍ والو مرستو له حیف او میل کېدو شکایت کوي. انځور: خواله رسنۍ

موږ هڅه وکړه، چې په دې تړاو کونړ کې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو نظر هم واخلو؛ خو له بیا بیا هڅو سره ونه توانېدو چې د هغوی نظر ترلاسه کړو.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېر جمهوري نظام پرمهال پر کونړ سربېره د هېواد په بېلابېلو برخو کې طالبانو د پخواني جمهوري نظام له ځواکونو سره د جګړې پرمهال د ولسي خلکو له کورونو د سپر په توګه استفاده کوله، چې له امله یې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښته.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه