اوچا: طالبانو ۳۹۲ دستورالعملونه صادر کړي چې پر بشرپالو چارو مستقیم اغېز کوي

Photo: OCHA Afghanistan

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې طالبانو پر افغانستان تر بیاځلې واکمنېدو وروسته بیا تر اوسه ۳۹۲ دستورالعملونه صادر کړي چې د بشرپالو چارو پر فعالیتونو مستقیم اغېز کوي.

دې بنسټ په یوه راپور کې چې پرون (چهارشنبه، ۲ د لړم) خپور شو، ویلي چې په ۷۱ دستورالعملونو کې په ځانګړې توګه په بشرپالي غبرګون کې د ښځو ونډه په نښه شوې ده.

اوچا ویلي چې دا دستورالعملونه د ېالبانو د وزارتونو او محلي ادارو له لوري صادر شوي دي.

د اوچا له راپور سره سم، طالبانو یوازې د ۲۰۱۴ کال پر مهال ۹۷ دستورالعملونه ورکړي چې شپږ یې د ښځو د ګډون په تړاو دي.

اوچا ویلي چې په دې دستورالعملونو کې د حجاب د محدودیتونو رعایتول، په ساحو کې د ښځو پر فعالیت محدودیت او د دولت د ښځینه کارمنداو د معاش کمول دي.

دې بنسټ ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون تصویبېدو شته تبعیضي محدودیتونه نور هم پیاوړي کړي او د کارکوونکو پر بشرپالي فعالیت او امنیت اغېز کوي.

د بودجې کمښت

اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان لپاره د بشرپالي غبرګون برنامه ټولټال د ۲.۰۹ میلیارد ډالرو بودجې له کمښت سره مخ ده.

دې بنسټ ویلي چې د بودجې کمښت اوس مهال ۳.۷ میلیون وګړي د لومړنیو او ثانوي روغتیایي خدماتو له تر لاسه کولو محروم کړي دي او په دې لړ کې په حادې او متوسطې خوارځواکۍ اخته شاوخوا ۳۵۲ زره تر پنځه کلنۍ کم ماشومان او ۲۵۸ زره ښځې له مکملو غذاوو، درې زره د حمام او تشناب په څېر د بېړنۍ روغتیا له خدماتو، ۲۵ زره زلزله ځپلې او ۱۲ زره او ۷۰۰ سیلاب ځپلې کورنۍ د سرپناه له اوږدمهالي ملاتړ څخه بې برخې شوي دي.

اوچا ویلي چې له مالي ملاتړ او سکتوري او څو اړخیز غبرګون پرته د افغانستان څو میلیون وګړي په ځانګړې توګه په ولسوالیو کې اړتیا وړ مرستو ته لاسرسی ونه لري.

اوچا د ۲۰۲۴ کال پر مهال په افغانستان کې د اړمنو شمېر ۲۳.۷ میلیون وګړي ښودلی او ۱۷ میلیون وګړو ته رسیدګي یې خپل لومړیتوب ټاکلی.

دې بنسټ دې شمېر کسانو ته د رسیدګۍ لپاره ۳.۰۶ میلیارده بودجه غوښتې چې یوازې ۳۱.۴ سلنه یې تر لاسه شوې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه