د انځور پر خپرولو بندیز؛ په بادغیس کې د ځایي ټلویزونو فعالیت ودرول شو

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې په بادغیس کې د طالبانو د ځایي مسوولینو له لوري د ژوندیو شیانو د انځورونو پر خپرولو تر بندیز وروسته په دې ولایت کې د محلي ټلویزونو فعالیت درېدلی دی.

دې مرکز نن (چهارشنبه، ۲ د لړم) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې اوس مهال په بادغیس کې هر ډول انځوریز او غږیز رسنیز فعالیت محدود شوی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په بادغیس کې د یوې سرچینې له خولې ویلي چې په دې ولایت کې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنگ وزارت پرون د یوه واټساپ گروپ له لارې رسنیو او خبریالانو ته د ژوندیو شیانو د انځورونو پر خپرولو بندیز اعلان کړی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې دا دستور د دې ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون له مخې ورکړل شوی چې رسنۍ دې د ژوندیو انځورونو پر ځای د لوحو، ودانیو او له خبر سره اړوندو نورو ناژوندیو شیانو انځورونه ورکوي.

د افغانستان د خبریانو د مرکز له اعلامیې سره سم، د دې امر تر ابلاغېدو وروسته په بادغیس کې د افغانستان د ملي ټلویزون محلي دفتر او«عبور» خصوصي ټلویزون خپل فعالیتونه درولي دي.

دې بنسټ زیاته کړې چې نورې رسنۍ، راډیوګانې او خبریالان چې په مجازي توګه یې فعالیت کاوه هم اړ شوي دي چې دا امر ومني.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په بادغیس کې د ژوندیو شیانو د انځورونو پر خپرولو بندیز «سخت شاتګپالی ګام» بللی او په دې اړه یې خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

دې مرکز زیاته کړې چې دې امر تر پخوا رسنۍ په زیاته کچه محدودې کړې دي او له امله یې ټلویزونو خپل فعالیت درولی دی.

طالبانو تر اوسه له بادغیس سره-سره په کندهار او تخار کې هم په رسمي توګه د ژوندیو شیانو د انځورونو خپرول بند کړي او د دې ډلې د لوړو زده کړو او امر بالمعروف وزیرانو هم خوست او لغمان ته د خپل سفر پر مهال د عکس اخیستلو اجازه نه وه ورکړې.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په قانون کې د ژوندیو شیانو انځور خپرول منع کړل شوي او د دې ډلې چارواکي وایي چې دا امر په تدریجي توګه پر ځای کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه