په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ د ایران پر پوله د افغان وګړو د ویشتلو په اړه د څېړنو غوښتنه وکړه

Photo: @faiq_naseer

اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ د ایراني پوله ساتو له لوري د افغان وګړو د «ویشتلو» په اړه د بېړنیو او خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې ده.

دې استازولۍ نن ماښام (چهارشنبه، ۲۵ د تلې) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې «دا بده پېښه چې له امله یې په سلګونو تنه هیوادوال مړه او ټپیان شوي دي، په سختو ټکو غندي».

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ویلي چې «دا غیر انساني اقدام دی او د بشري حقونو له نړیوالو قوانینو او اصولو، د کډوالۍ له حقوقو او د دوو دوستو او ګاونډیو هیوادونو د دوستۍ او ورورولۍ د روحیې خلاف دی».

دې استازولۍ ویلي چې د هیواد بد سیاسي، اقتصادي او امنیتي شرایط او د امنیت او د خلګو د رفاه په تامین کې د طالبانو ناکامي او مسوولیت نه منل د دې لامل شوي دي چې زیات خلګ هیواد خوشي کړي او له هیواده دباندې د ښه ژوند په لټه شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ د ایران له دولت څخه هم غوښتي چې «په بشپړې روڼتیا سره په دې اړه غبرګون وښیي او د دې ترخې پېښې عاملین تشخیص او محاکمه کړي او همدا راز دې د مرګ ژوبلې د شمېر دقیق او تایید شوي اطلاعات وړاندې کړي».

حال وش» رسنۍ او د بشري حقونو بنسټ چې زیات وخت د سیستان او بلوچستان خبرونه خپروي، راپور ورکړی چې ایراني پوله ساتو د یکشنبې په شپه (۲۱ د تلې) د دې هیواد د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان ولسوالۍ په «کلګان» سیمه کې کمین نیولی وو او پر افغان پناه غوښتونکو یې ډزې کړې دي.

د هغو غږیزو پیغامونو پر اساس چې دې رسنۍ خپاره کړي او اطلاعات روز ورځپاڼې هم له نامعلومو سرچینو تر لاسه کړي، د پناه غوښتونکو شمېر شاوخوا ۲۰۰ وو.

په دې غږیزو پیغامونو کې ویل کېږي چې په دې افرادو کې له ۵۰ څخه تر ۶۰ تنو پورې روغ پاتې شوي او پاتې مړه یا ژوبل شوي دي.

اطلاعات روز ورځپاڼه نه ده توانیدلې چې دا شميرې په خپلواکه توګه تایید کړي.

په کابل کې د ایران ځانګړي استازي او د دې هیواد د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي ويلي چې په دې اړه راپورونه «سم» نه دي.

ده نن مازیګر پر ایکس لیکلي: «د باوري سرچینو له لوري تر پلټنو وروسته تر دې شیبې پورې څرګنده شوې چې د سراوان په سرحدي سیمه کې د لسګونو غیر قانوني اتباعو د وژل کېدو په اړه راپورونه سم نه دي.»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په دې اړه څېړنې کوي او د موضوع تر روښانه کېدو وروسته به لازمې پریکړې وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه