د ایراني پوله ساتو له لوري د لسګونو افغان وګړو د «ویشتلو» په تړاو راپورونه؛ قمي رد کړې او طالبان وايي چې څېړنه کوي

Photo: Asriran

د ایران ځانګړي استازي او د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي د دې هیواد او پاکستان پر پوله د ایراني پوله ساتو له لوري د لسګونو افغان وګړو د «ویشتلو» په اړه راپورونه رد کړي دي. طالبانو اعلان کړی دی چې په دې اړه څيړنې کوي.

د ایران ځانګړي استازي نن (چهارشنبه، ۲۵ د تلې) پر ایکس ليکلي: «د باوري سرچینو له لوري تر پلټڼې وروسته تر دې شيبې پورې څرګنده شوې چې په سراوان سرحدي سیمه کې د لسګونو غیر قانوني اتباعو د وژنې په اړه خبرونه ناسم دي.»

ده زیاته کړې چې «د غیر مجاز اتباعو له غیر قانوني ورتګ سره قانوني چلند د ټولو هیودونو مشروع حق دی او د هر هیواد پوله ساتي دنده لري چې د غیر قانوني اتباعو د ورتګ مخه ونیسي».

کاظمي قمي د پولو مدیریت یو متقابل مسوولیت بللی او ویلي یې دې چې «ګاونډي هیوادونه دنده لري چې د غیر قانوني مشکوکو عناصرو او د خپلو اتباعو د غیر مجاز تګ-راتګ مخه ونیسي او د پولو په ساتنه کې خپل نړیوال تعهدات او مسوولیتونه پر ځای کړي».

ده ټینګار کړی دی چې «د ایران اسلامي جمهوریت د هغو پڼاه غوښتونکو ستنولو او پر لومړیو پولو له هغوی سره د قانوني چلند کولو ته ژمن دی چې په غیر قانوني توګه دې هیواد ته داخلېږي؛ خو په دې اړه په بشپړه توګه قانوني، مسوولنه او د ښه ګاونډیتوب، اسلامي شفقت او نړیوالو تعهداتو ته د ژمنیتاوو پر پخوانیو سیاستونو عمل کوي».

په عین مهال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی چې بېلابېل بنسټونه او د طالبانو ډیپلوماټیکې استازولۍ په دې اړه پلټنې کوي.

ده زیاته کړې چې دا پېښه له هیواده دباندې شوې، لا هم په دې اړه معلومات نشته او د موضوع تر روښانه کېدو وروسته به په دې اړه لازمې پرېکړي اعلان کړي.

راپورونه څه وايي؟

«حال وش» رسنۍ او د بشري حقونو بنسټ چې زیات وخت د سیستان او بلوچستان خبرونه خپروي، راپور ورکړی چې ایراني پوله ساتو د یکشنبې په شپه (۲۱ د تلې) د دې هیواد د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان ولسوالۍ په «کلګان» سیمه کې کمین نیولی وو او پر افغان پناه غوښتونکو یې ډزې کړې دي. سراوان د ایران او پاکستان تر منځ سیمه ده.

یو غږیز کلیپ چې حال وش خپور کړی دی او اطلاعات روز هم له نامعلومو سرچینو تر لاسه کړی، له دې پناه غوښتونکو یو کس پکې وایي چې دوی شاوخوا ۳۰۰ تنه وو او له ۵۰ بیا تر ۶۰ تنو پورې د ایراني پوله ساتو له ډزو ژغورل شوي دي.

دا پناه غوښتونکی وایي چې په ترمینال کې دی او له درو تر څلورو شپو پورې کېږي چې پر لار و، خو معلومه نه ده چې په کوم ترمینال کې دی.

دی زیاتوي چې له ۱۰ تر ۱۲ پورې ملګري یې هم وژل شوي دي او یو شمېر وژل شوي کسان هرات ته انتقال شوي دي.

په یوه بل غږیز کلیپ کې یوه سرچینه وایي چې کوم کسان د ایراني پوله ساتو له ډزو سره مخ شول، ۶۰ تنه ترې ژغورل شوي او ۲۴۰ تنه نور وژل شوي دي.

اطلاعات روز ورځپاڼه تر اوسه نه ده توانیدلې چې دا شميرې په خپلواکه توګه تایید کړي.

حال وش په یوه راپور کې چې نن یې خپور کړی، ويلي دي چې نور جزییات یې تر لاسه کړي او په دې لړ کې یې ويلي چې یو شمېر ژوبلو کسانو د پاکستان د بلوچستان په «ماشکیل» ښار کې یوه روغتیايي مرکز ته ورغلي، خو د ځایي مامورینو تر ورتګ وړاندې یې دا سیمه پرېيښې ده.

دې رسنۍ همدا راز د یوې سرچینې له خولې ويلي چې پر دې پناه غوښتونکو مخامخ ډزې شوې دي او د هغوی زیات شمېر کسان د بادغیس ولایت د «غورماچ» ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

انځورونو کې څه لیدل کېږي؟

اطلاعات روز ورځپاڼې تر اوسه د دې پېښې په تړاو له نامعلومو سرچینو څلور ویډیوګانې تر لاسه کړې دي.

په یوه ویډیو کې یو کس لیدل کېږي چې پر ځمکه پروت دی او نور خلګ یې شاوخوا راټول دي. معلومه نه ده چې دا کس وژل شوی او که ژوبل دی.

په ویډیو کې دوه ژوبل ځوانان لیدل کېږي او داسې ښکاري چې په پښه کې لګېدلی دی.

په څلورمه ویډیو کې څو تنه ژوبل کسان ښکاري چې پر ځمکه پراته دي.

په دې ویډیوګانو کې د سیمې ځای معلوم نه دی او اطلاعات روز ورځپاڼه نشي کولای چې په خپلواکه توګه یې تایید کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ایراني پوله ساتو په ډزو کې د افغان اتباعو د وژنې په اړه راپورونه خپرېږي. داسې پېښې په تېرو کلونو کې هم شوې دي. د ۱۳۹۹ کال پر مهال راپور ورکړل شو چې ۵۰ تنه افغان پناه غوښتونکي چې په قاچاقي توګه ایران ته اوښتي وو، د ایراني پوله ساتو له لوري نیول شوي او سیند ته اچول شوي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه