کندهار کې د چاپ صنعت د له منځه تلو سره مخ دی

کندهار کې د چاپي مطبعو مسوولین وایي، د پخوا په پرتله یې فعالیتونه کم رنګه شوي او دغلته د چاپ صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ شوی دی.

په دې ولایت کې دامهال د ازادۍ دولتي مطبعې ترڅنګ څو نورې مطبعې هم فعالیت لري، خو په دې مطبعو کې هیڅ کوم کتاب، ورځپاڼه او جریده نه چاپیږي او یوازې د کتابونو کاپي اخیستنې، رنګه لوحو او بیل بورډونو د چاپ دندې پرمخ وړي.

تېر کلونه کندهار کې د طلوع افغان جریدې ترڅنګ د اوربند، ارګ، اثار، ټاټوبي… په نومونو ورځپانې او اونیزې چاپېدې، خو اوس په دې ولایت کې یوازې د طلوع افغان جریده فعالیت کوي، چې د هغې د چاپ چارې بیا په هرات ولایت کې ترسره کېږي.

کندهار کې د ازادۍ دولتي مطبعې کارکوونکی عصمت الله وایي، اوس یې ټول ماشینونه غیر فعال، چې ورسره د اخبار او جریدو د چاپ ټولې چارې هم بندې شوي دي.

نوموړی زیاتوي، د ازادۍ مطبعې په انګړ کې پراته ماشینونه د تېرو ۴۰ کلونو راهیسې نه دي فعاله شوي او ټول هم هغسې غیرې فعال پراته دي.

عصمت الله وویل: «موږ اوس دلته په مطبعې کې یوازې تذکرې او نور اسنادونه کاپي کوو، خپل د چاپ فعالیت مو تراوسه نه دی شروع کړی، ځکه امکانات نه لرو، پخوا دلته ټول دولتي اخبارونه چاپ کېدل او نور وثایق چاپېدل زموږ سره تر پنځوس د چاپ پایې ماشینونه شتون لري چې هغه ځینې تراوسه هغسې کاغذ پیچ پراته دي کار نه دی ورڅخه اخیستل شوی.»

کندهار کې د ازادۍ مطبعه د دولتي اخبارونو، جریدو او نورو وثایقو یوازینی ادرس بلل کیده

دغه راز کندهار کې د خصوصي مطبعو مسوولین وایي، اوس مهال په دې ولایت کې د چاپ صنعت د بېلابیلو ستونزو له کبله د ځوړ سره مخامخ شوی.

په دې ولایت کې د یوې خصوصي مطبعې مسول صدیق الله وایي، تېر شپږو کلونو کې دغلته خصوصي مطبعې د اقتصادي ستونزو، برېښنا نشت او د چاپي توکو د بیو لوړوالي له کبله د سقوط سره مخ شوي دي.

صدیق الله په خبلو خبرو کې وویل: «دلته د چاپ صنعت پر هیڅ حساب دی موږ چي پانګونه کړې برق نه لرو، ګیراک نه لرو، پخوا ډیرو کسانو کار راسره کاوه اوس یوازې پنځه کسه کاریګر لرو، د مبایل او انټرنیټ عصر چې راغلی، خو بیا مو بیخي کاروبار د سقوط سره مخامخ شوی، پخوا ښه و دلته کندهار کې موږ اخبارونه او دولتي جرېدې چاپولې اوس خو کندهار نه اخبار لري نه جرېده شته، یوازې د پوهنتونونو چیټران او کتابونه ورته کاپي کوو رنګه چاپ په ټول کندهار زون کې نشته یوازې په هرات او کابل کې کېږي.»

د چاپ صنعت ته نه پاملرنه د دولتي مطبعو ترڅنګ د خصوصي مطبعو د سقوط لامل هم ګرځېدلی دی

د یوې بلې خصوصي مطبعې مسول فیض محمد بیا وایي، کندهار کې د چاپ صنعت ته د دولت نه پاملرنه او دغلته د ورځپاڼو، جریدو او نورو وثایقو نشتون د دې لامل شوی، ترڅو دا برخه سقوط وکړي.

فیض محمد وویل: «زموږ د اخبارونو د چاپ ماشینان بند دي، د لوحو او بینرانو د چاپ تقاضا کمه شوې، پخوا مو دولت د ملاتړ لپاره قراردادونه راکول اوس هغه شیان په هرات او نورو ولایتونو کې په چاپ رسیږي، زموږ فعالیت اوس تش په نوم پاتې دی، ځکه چې اکثریت ماشینونه مو بند دي، امکانات نه لرو، یوازې چيپټرونه، کارټونه او لوحې چاپوو، مخکې کلو کې مو حالت ښه و اوس نړۍ عصري شوې د دې صنعت څخه د خلکو پام اوښتی.»

د کندهار په دولتي مطبعه کې د چاپ یو شمیر ماشینونه له کاره لویدلي دي

ورته مهال کندهار کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ریاست هم مني، چې په دې ولایت کې د پخوا په پرتله د چاپي مطبعو فعالیتونه کم رنګه شوي، خو په وینا یې چې د ملاتړ هوډ یې لري.

دغه ریاست ویلي، چې وخت په وخت د چاپي مطبعو ستونزې اوري او د دې صنعت د ژوندي ساتلو لپاره یې هڅې روانې ساتلي دي.

دغه ریاست تاییدوي، چې په دې ولایت کې د یوازینۍ جرېدې طلوع افغان چاپ چارې هم د امکاناتو د نشت له کبله په هرات کې ترسره کېږي.

د یادونې وړ ده، چې تردې وړاندې کلونو کې کندهار کې بېلابېلې، جریدې اونیزې او اخبارونه په چاپ رسیدل چې ورسره تر یو بریده د چاپ صنعت ژوندی او ګڼو کسانو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه